Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پنجشېر ځايي چارواکي: ولسي وګړي د شک له امله نیول شوي

د پنجشېر ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د ځينو کسانو د نیولو پخلی کوي.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وايي چې دغه کسان د شک او سو ظن له امله د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوي او ډېر شمېر یې بېرته ازاد شوي دي او ځينې یې تراوسه په بند کې دي.

ښاغلي صدیقي وویل:«ډېری یې له څېړنې وروسته بېرته خوشې شوي دي، درې یا څلور تنه یې چې پاتې دي، دوسیې یې تر څېړنې لاندې دي.»

له دې سره مهاله په دې وروستیو ورځو کې په خواله رسنیو کې داسې ویډیو لاس په لاس کېږي چې څرګندوي اسلامي امارت د پنجشنېر ولایت په اړونده سیمه کې ځينې کسان چې لاسونه یې شاته تړل شوي دي نیسي.

طلوع نیوز د دغو ویډیوګانو کره نېټه او ځای نه شي تاییدولی.

په خواله رسنیو کې د دغو کسانو نیول کېدل غبرګونونه راپارولي دي.

د پوهنتون استاد غلام سخي احساني وايي:«هر وخت چې حکومتونه په غیرمسوولانه او غیر سنجیده توګه له خلکو سره عمل وکړي د دې لامل کېږي چې د خلکو زړونه تور شي.»

له دې سره سم، د بشري حقونو ځينې فعالین وايي، دغه ډول کړنې به د خلکو او د سرپرست حکومت تر منځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شي.

د بشري حقونو د برخې فعاله فرح مصطفوي څرګندوي:«عمومي نړۍوال حقوق په خپل یوه مهم بحث کې، د سولې او جګړې حقونه، ځينې اصول او قواعد اټکل کړي دي چې له یوه اصل یې د انکار وړ نه دی او نه هم د ماتېدو او نقض کېدو دی، د جګړې په ورځو کې له ملکي وکړو د نیابت او ملاتړ اصل دی.»

د سیاسي چارو شوونکی، طارق فرهادي هم وايي:«طالبان باید د افغانستان د خلکو دغې اندېښنې ته اهمیت ورکړي او له خلکو سره ښه چلن ولري.»

تر دې مخکې د بشري حقونو څار بنسټ ویلي وو چې، د اسلامي امارت ځواکونو په پنجشېر کې یو شمېر ولسي وګړي له مخالفو وسله والو سره د اړیکو لرلو په تور په ناقانونه ډول نیولي او شکنجه کړي دي.
 
د بشري حقونو ځينې فعالین وايي، دغه ډول کړنې به د خلکو او د سرپرست حکومت تر منځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه