Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنلیک ته د ا.ا غبرګون؛ د هېوادوالو حقونه خوندي دي

اسلامي امارت د بښنې نړۍوال سازمان د عدالت غوښتنې په پار د وروستي غوښتنلیک په غبرګون کوې وايي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له خوا بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د اسلامي قانون په چوکاټ کې تامین شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو یو غوښتنلیک چمتو کړی او د ټولې نړۍ له خلکو یې غوښتي چې، دغه غوښتنلیک لاسلیک کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«دغه راپورونه پروپاګنډ دی د اسلامي امارت له رامنځته کېدو سره افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو پرتله بشري حقونه رعایت شوي. دغه بنسټونه هغه وخت چېرته وو چې افغانان د ښکېلاک ګرو ځواکونو له خوا وژل کېدل؟ ولې یې خپل غږ نه پورته کاوه؟»

د بښنې نړۍوال سازمان کې د افغانستان د برخې استازې سمیرا حمیدي وايي، له یوه کال راهیسې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو، هنرمندانو، خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او لږکیو حقونه نه دي رعایت شوي.

اغلې حمیدي زیاتوي:«له دغه عدالت غوښتنې سره هیله لرو چې پر طالبانو فشار راوړل شي چې د بشري حقونو له تاوتریخوالي لاس واخلي او د نړۍوالې ټولنې له خوا پرې فشار راوړل شي چې د بشري حقونو د نقض په برخه کې حساب ورکوونکي واوسي.»

له دې سره جوخت د ښځو د حقونو په چارو کې ځینې فعالینې بیا په دې اړه داسې بېلابېل لیدلوري لري.

د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي څرګندوي:«ملګري ملتونه له هغه مقام څخه په استفادې چې لري یې کولای شي چې طالبان د نړۍوالو کنوانسیونونو قوانینو اطاعت ته اړ باسي.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم آروین هم وايي:«هر ګام چې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره چې پورته کېږي، په اوسنیو شرایطو کې پایله لرونکی دی، په دې شرط چې مقطعي نه وي د بشري حقونو د دفاع کوونکو بنسټونو ترمنځ د لا ډېر انسجام لامل شي، د ښځو له کورنیو اعتراضونو ملاتړ وشي.»

تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان په وار وار له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو، کار او همداراز په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د مشارکت حقونه ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو یو غوښتنلیک چمتو کړی او د ټولې نړۍ له خلکو یې غوښتي چې، دغه غوښتنلیک لاسلیک کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه