Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف ښار کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي

د بلخ امنیه قومندانۍ وايي د بریدګر په ګډون څلور ولسي وګړي نن (چهارشنبې) په مزارشریف ښار کې په یوې چاودنه کې ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند اصف وزیری وايي چې دغه پېښه د بلخ په دروازه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي وزیر زیاته کړه:«زموږ امنیتي ځواکونه د دا ډول ویجاړونکو کسانو په لټه کې دي موږ د بلخ خلکو ته ډاډ ورکوو چې امنیتي ځواکونه دا ډول کسانو ته اجازه نه ورکوي.»

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب توانا هم څرګنده کړه:«نننۍ چاودنه چې په مزارشریف کې وشوه، روغتونه ته یې څلور ټپيان لېږدول شوي دي، وضعیت یې ښه دی، یو ټپي چې شونې ده د چاودېدونکو توکو لېږدونکی وي، پښې یې پرې شوې دي.»

خو د پېښې عيني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي. 

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه