Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ا.ا د سیاسي مخالفانو د راتګ لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي

د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ملي خبرو اترو د پیل په اړه د هند د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت هېواد ته د سیاسي مخالفینو د راتګ لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.

ښاغلي مجاهد چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د خپل هېواد د تامین او د خلکو د ارامۍ لپاره اړ دی چې په افغانستان کې ټولیزو امنیت ټینګ کړي او افغانستان داسې ځای و نه اوسي چې کوم هېواد ترې وګواښل شي او خطر ترې احساس کړي. دا زموږ د هېواد مسوولیت دی، په‌دې برخه کې موږ ډېر پام کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هند دفاع وزارت له سرپرست حکومت او مخالفینو څخه یې غوښتي وو چې د یو ټولګډونه او ولسي سیاسي جوړښت د رامنځ‌ته کولو په موخه دې ملي روغې جوړې او خبرو اترو ته کېني.

د هند دفاع وزیر راجنات سنگه‍ د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال ویلي وو: «موږ له ټولو ښکېلو خواو غواړو چې افغان چارواکي د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو او د یوه ټول‌ګډونه جوړښت د جوړولو په برخو کې وهڅوي.»

د هند دفاع وزیر زیاته کړې چې نه ښايي د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د برید پر مرکز او د ترهګرو پر امن ځالې بدل شي.

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وايي: «ټولګډونه حکومت کولای شي د ټولو هېنداره واوسي او د افغانانو ملي باور رامینځ‌ته کړي او په یو ډول د هغو کړکېچونو مخه ونیسي چې په اوس او راتلونکي کې حکومت او سیسټم اخته کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد متین محمدخیل وايي: «د ټولګډونه مانا دا ده چې په دولتي بستونو کې متخصص، مسلکي او ښه نوم لرونکي کسان ځای پر ځای شي. ښه خبره ده چې  تخصص او مسلک ښه دي.»

افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکي غړي په توګه ومنل شو، خو لا تر اوسه د دغه سازمان د دایمي غړيتوب پر تر لاسه کولو نه دی بریالی شوی. تر دې مخکې افغانستان د یاد سازمان په غونډو کې ګډون کاوه؛ خو واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته لا تر اوسه د شانګهای په غونډو کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه دی کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه