Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مخابراتو وزارت څه باندې ۲۳ مېلیونه غیر اخلاقي وېب‌پاڼې تړلي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي، دې وزارت په افغانستان کې څه باندې ۲۳ مېلیونه غیر اخلاقي وېب‌پاڼې تړلې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست زیاتوي، سره له دې چې په هېواد کې بې‌وزلي شته، خو یو شمېر ځوانان خپل وخت د دې سایټونو په کتلو تېروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني وايي: «موږ تر اوسه پورې د شبکو په توسط باندې ۲۳٫۴ مېلیونه سایټونه بند کړي دي. چون که دا تاجران دي او دوی وخت په وخت باندې خپله بڼه بندلوي، که ته یو سایټ بند کړې، دوی په بله بڼه باندې راځي.»

د دې وزارت د شمېرو له مخې، له ناقانونه سیم کارټونو له ۸۵ تر نوي سلنه کارولو مخنیوی شوی او دغه وزارت د هېوادوالو لپاره د انټرنیټي او مخابراتي خدماتو بیه ټیټه کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست زیاتوي: «ما مخکې عرض وکړ چې زموږ خلک له تعلیمي اړخه کمزوري دي، موږ له دوی [مخابراتي شبکو مسوولانو] سره یوه خبرې وکړې چې ساده موږ یو جي‌بي انټرنېټ د یوې میاشتې قیمت غواړو؛ نو هغه مخکې ۲۵۰ شاوخوا وې، اوس مو په ۱۱۰ روپۍ کړی دی.»

له بلې خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مسوولینو په باور، فیسبوک ټولنیزې شبکې له دې وزارت سره خپله همکاري کمه کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال احمد مسعود لطیف زی وايي: «دوی د رسميت پېژندلو خبره مطرح کوي، په همدې خاطر مخکې موږ ځينې پاڼې تصدیق کولې او زموږ د سایبر امنیت برخې له فېسبوک سره په همغږۍ ځینې پاڼې غیرفعالولې، خو اوس په هغه ډول همکاري نه‌لري.»

د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې ۳۵ میلیونه سیمکارتونه وېشل شوي چې له دې جملې ۲۲ میلیونه یې فعال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه