Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو کې د چین سفیر د ا.ا د چارواکو د سفرونو د معافیت غځېدل غواړي

د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو د سفر معافیت د دوه میاشتني له وخته شپږ ورځې تېرېدو سره په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر وايي، د نړۍ هېوادونه باید له "طالبانو" سره د تعامل لپاره د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفر معافیت وغځوي.

ژاک جون د امنیت شورا د ناستې په څنډه کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې  سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ښه والي لپاره ډېر کار وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د چین سفیر ژانګ جون وايي: «زه نه‌شم ویلای چې د افغانستان د واکمنو لپاره یو کار وکړو، خو فرصت دې ورکړل شي چې دوی نړیوالې ټولنې ته لاسرسی ولري او له نورو هېوادونو سره خپل تعامل تر سره کړای شي.»

ورته مهال په افغانستان کې د چین سفیر وايي، د سیاسي، اقتصادي، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون ډېری مسایل نه‌دي حل شوي او له کابله غواړي چې په دې اړه اقدام وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالله راغي وايي: «د طالبانو د سفر معافیت نه غځول لامل د امریکا په مشرۍ د لوېديځ قطب او د روسیې او چین په مشرۍ د ختیځ قطب د شدیدو اختلافونو له کبله دی. دا په ډاګه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ختیځ او لوېدیځ د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وايي: «که طالبانو هر څه ژر پر خپلو پالیسو غور و نه‌کړي او هغه محدودویته یې چې پر ښځو او د هغوی پر سیاسي مشارکت، کلتوري او هنري کارونو لګلوي، دا محدودیتونه لرې نه‌کړي، افغانستان ورځ تر بلې د ګوښه کېدو لور ته ځي.»

له دې سره سم، اسلامي امارت فشار او بندیز د حل لار نه بولي او له سرپرست حکومت سره په تعامل ټینګار لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د تعذیراتو زمانه تېره شوې، په تېرو شلو کلونو کې تغذیرات تر بمونو او بمباریو پورې ورسېدل، خو تاسې ولېدل چې فشار نتیجه نه‌درلوده. مذاکرات او تفاهم و چې دا حالت یې بدل کړ، افغانستان ته یې هم نجات ورکړ او امریکایان یې هم له لویې جګړې خلاص کړل. اوس هم زموږ د تفاهم زموږ له خوا خلاصې دي. دوی باید له سرتمبه‌ګۍ نه کار وانه‌خلي.»

له دې مخکې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو د سفر معافیت د وخت غځول د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په غړو کې د اختلاف وړ موضوع شوې او امریکا یوازې د اسلامي امارت د شپږو چارواکو د سفر معافیت د وخت له غځولو سره موافقه کړې ده؛ خو چین او روسیه په دې هکله له امریکا سره د نظر اختلاف لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه