Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد اشرف غني: په اوسني حاکمیت کې افغانستان ته نه ستنېږم

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په اوسني وضعیت کې به افغانستان ته ستون نه‌شي.

ښاغلی غني له "پي‌بي‌اېس" شبکې سره په مرکه کې زیاتوي، نه یوازې دا چې له افغانستانه یې هېڅ پیسې نه‌دي وړي؛ بلکې په‌دې هېواد کې یې شخصي شتمنۍ هم لوټ شوې ده.

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني له "پي‌بي‌اېس" شبکې سره په مرکه کې ویلي، هغه تر وروستۍ دقیقې له خلکو او افغان امنیتي ځواکونو دفاع ته ژمن و او نوموړی د هېواد د مشرتابه وروستی کس و چې له افغانستانه وتلی دی.

مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني ویلي: «زه به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد ته ستون نه‌شم، خو خوښ به وم چې د یوه افغان په توګه داسې افغانستان ته ستون شم چې هر افغان ته ارزښت ورکړل وشي، داسې ځای ته چې افغان ښځې، ځوانان او بې‌وزله افغانان په‌کې ونډه ولري او بالاخره موږ داسې ثبات ته ورسېږو چې تراوسه موږ ته نه‌دی راکړل شوی.»

ښاغلي غني ټینګار کړی، له داسې شرایطو سره مخ شو چې په قربانۍ ورکولو سره یې جمهوریت نه‌شو ژغورلای او ادعا کوي چې په افغانستان کې یې شخصي شتمني لوټ شوې ده.

مخکینی ولسمشر زیاتوي: «ما په ۲۰۱۴ کال کې خپله پنځه مېلیون ډالره پانګه ثبت کړې وه، نه پوهېږم چې څومره یې پاتې ده، خو شخصي شتمنۍ مې تالان شوې ده، خو ما له ځان سره څه نه‌دي لېږدولي او په بهر کې هم شتمنۍ نه‌لرم.»

د هېواد مخکینی ولسمشر ټینګار کوي چې افغانستان د هغه د حکومت په تېرو کلونو کې د امریکا، روسیې او ایران تر منځ نیابتي جګړې به ډګر بدل شوی و.

له بلې خوا، په دې اړه بېلابېل نظرونه ورکړل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه نصیر احمد شېرزی وايي: «اشرف غني له عدم مدیرت او تښتېدو سره د افغانانو ټولې هیلې او د سولې ټول بهیر له ځنډ سره مخ کړ، له بلې خوا په تېر یو کال کې خپله او د ویاندویانو له لوري اعلامیې خپروي.»

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «په‌دې وروستیو کې افغانستان د روسیې او امریکا تر منځ د سیالۍ ډګر و، بېخي سمه وايي. دا ډېر عمده ستونزې وې. حکومت پرځېدل او د طالبانو راتګ او په دوحه کې خبر اترې، ټول د دې مسایلو له کبله وو چې د امریکا په سیاست کې یې بدلون راوست.»

دا په داسې حال کې دي چې د ښاغلي غني منتقدین نوموړی په هېواد کې د جمهوري نظام د پاشل کېدو لامل ګڼي او وایي چې له هېواده د نوموړي په وتلو هرڅه بدل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه