Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ا.ا غوښتنه؛ ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې څرخکې دې موږ ته وسپارل شي

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد یوځل بیا له تاجیکستان او ازبیکستانه غواړي هغه څرخکې او پوځي الوتکې چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته هغو هېوادونو ته لېږدول شوې دي، بېرته افغانستان ته ورکړل شي.

محمد یعقوب مجاهد چې د دفاع وزارت د کلني راپور ورکړې غونډه کې حضور درلود، ټینګار وکړ چې دغه الوتکې د افغانستان د خلکو دي او د بېرته راستنېدو لپاره یې هڅې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال له تېرېدو وروسته لاهم د دغو پوځي څرخکو برخلیک څرګند نه دی.
                           
د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد څرګنده کړه:«وايي ستونزه دا ده چې امریکا موږ ته اجازه نه راکوي چې دغه الوتکې بېرته افغانستان ته ولېږدوو، ستونزه همدا ده او په دې هکله مو له امریکایانو سره هم خبرې کړې دي او هغوی ته مو ویلي دي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او دا د افغانستان حق دی او د چا شخصي شی نه دی باید بېرته افغانستان ته تسلیم شي.»

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت به له دغو څرخکو او الوتکو تېر نه شي.

تر دې وړاندې امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی دی، چې د جمهوریت دورې پوځي څرخکې به اسلامي امارت ته ونه سپارل شي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي، چې دا خطر شته چې د مخکیني حکومت د سقوط پر مهال تاجیکستان او ازبیکستان ته لېږدول شوې چورلکې اوکرایین ته ورکړل شي.
                              
پخوانی ډيپلوماټ فهیم کوهدامني وايي:«یو نړۍوال ضمانت نه دی ورکړل شوی، په هېڅ دلیل دغه هېوادونه څه ازبیکستان وي او که تاجیکستان نه شي کولای الوتکې طالبانو ته وسپاري.»
                        
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری څرګندوي:«ذکر شوې څرخکې د بین الدول قوانینو مطابق له قید او شرط پرته باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي.»

د شمېرو له مخې، د تېر حکومت تر ۶۰ زیاتې پوځي چلورلکې د جمهوري نظام سقوط پر مهال تاجیکستان او ازبیکستان ته لېږدول شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي طلوع نیوز ته وویل:«قوانینو ته په کتو چې اوس په امریکا کې شتون لري مذاکره کېدای شي چې دغه الوتکې سرې میاشتې ته ورکړل شي د دې لپاره چې په افغانستان کې طبیعي پېښې زیاتې دي او دغو ټرانسپورټي الوتکو ته اړتیا ده.»

د دفاع وزارت سرپرست ویلي دي، چې په تېر یوه کال کې د دغه وزارت د انجینیرۍ څانګې نږدې شپېته څرخکې چې په وروستي بدلون کې وېجاړې شوې وې، بېرته ترمیم او الوتنو ته چمتو کړې دي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ټينګار کوي چې اسلامي امارت به له دغو څرخکو او الوتکو په هېڅ وجه تېر نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه