Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاظم قُمي: اسلامي امارت د ګډې پولې د امنیت تامین لپاره ځواک نه لري

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي چې اسلامي امارت د ایران او افغانستان د ګډې پولې د امنیت تامین لپاره ځواک نه لري او ایران حاضر دی چې په یوازې د داړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې امنیت تامین کړي.

ښاغلي قُمي له ایسنا خبري آژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو هم خپل نظر څرګند کړی دی.

حسن کاظمي قمي وویل:«که تاسو ووایاست چې په رسمیت مو نه دي پېژندلي، نو همکاري هم ونه کړو، نو څه پېښېږي. ښکاره ده، چې ستونزې نورې هم زیاتېږي او په پایله کې یې ترهګري پیاوړې کېږي او د پولو پر خوا راوړل کېږي. داسې برېښي، چې د طالبانو د چارواکو په منځ کې دا نظر رامنځته شوی، چې مشارکتي حکومت جوړ شي، ښایي تر دې وړاندې یې مخالف وو، خو اوس یې نظر بدل شوی دی، خو لږ وخت ته اړتیا لري.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د پوځي چارو کارپوه محمد متین محمد خېل طلوع نیوز ته وايي:«اسلامي امارت توانېدلی چې په ښه صورت امنیت تامین کړي. په ضمن کې ایران د دې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې یو ټول ګډونه حکومت وي، په خپله ایران کې دې خپل حکومت وویني حکومت یې ټول ګډونه نه دی.»  

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي هم زیاتوي:«ایران او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي دي یو حکومت چې په مشرتابه کې یې هغه کسان چې طالبان نه دي هم وي، افغانستان د یوه ښه ثبات په لور بیولای شي او طالبانو هم ویلي دي چې حکومت ورځ په ورځ ټول ګډونه کېږي، خو نه دي یې ویلي چې څه وخت.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وایي، چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د هېواد کورنۍ مسله ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«له ایران سره په پوله زموږ ټول ځواکونه ځای پر ځای دي په ټولو ولایتونو کې خپل مسوولیت ترسره کوي. موږ په هغه ځای کې کومه ستره سرغړونه نه ده لیدلې. د نظام او حکومت څرنګوالی په افغانانو پورې اړونده مسله ده. طبعاً افغانان به په دې هکله وخت ناوخت خپلې پرېکړې کوي.»

د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په وینا، که ایران له طالبانو سره همکاري ونه کړي، د دواړو هېوادونو په پولو کې به امنیتي ګواښونه زیات شي او د ایران پر خوا به د افغان کډوالو جوپې ورماتې شي.

د اسلامي امارت ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ځواکونو نشتون ردوي او په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د هېواد کورنۍ مسله ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه