Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه ویستل شوي افغان کډوال وايي په سختو شرایطو کې ژوند کوي

له ایرانه هېواد ته راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي، په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

اسوشیټېډ پرېس خبر ورکړی چې د مخکیني نظام له نسکورېدو وروسته د پوهانو او هنرمندانو په ګډون زرګونه کسان نورو هېوادونو ته تللي او اوس په ډېر ښه وضعیت کې نه‌دي.

افغان کډواله فرخنده تازه له ایرانه افغانستان ته راستنه شوې ده.

نوموړې د خپلو ستونزو په اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «دلته زما کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، زه شپږ بچیان لرم او خاوند مې له ایرانه ایستل شوی، زه د حاصلاتو د راټولولو موسمي دنده لري، یوه ورځ کار کوم او درې ورځې بیا بې‌روزګاره یم، له یوې اوونۍ وروسته د راټولولو هېڅ حاصلات نه‌وي.»

یو کډوال احمد وايي: «موږ په افغانستان کې ښه ژوند درلود او ښوونځي ته تلم. کله چې طالبان واک ته ورسېدل ښوونځی مو وتړل شو.»

په ایران کې د ایران کډوالو یو وکیل وايي، په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته، ګڼ شمېر افغانانو ایران ته کډوال شول.

په ایران کې د افغان کډوالو وکیل ابوالفضل حسني وايي: «له تېر کال راهیسې کله چې حکومت نسکور شو، موږ په ایران کې د کډوالو له لويې څپې سره مخ شو، ډېری دغو کسانو په افغانستان کې په تحصیلي سوابقو او ټولنیز موقعیت سره ښه ژوند درلود.»

له بلې خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې له یوه کال راهیسې، له بېلابېلو هېوادونو څخه څه د پاسه یو میلیون تنه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «نږدې اووه سوه زره زموږ هېوادوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، د دوی په منځ کې داسې کورنۍ هم وې چې په زره ویستل شوې دي او ځینې په خپله خوښه راستنې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د افغانستان سفیر وايي، په افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یو مېلیون افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه