Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رییس‌الوزرا: ا.ا غواړي له ټولو هېوادونو سره د مذاکرې له لارې ستونزې حل کړي

رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند وايي، اسلامي امارت غواړي چې له ټولو هېوادونو سره خپلې ستونزې د مذاکرې او تفاهم له لارې حل کړي، ځکه په وینا یې فشارونه او بندیزونه هېڅ پایله نه ورکوي او د تفاهم لار ښه پایله ورکولای شي.

نوموړي دا څرګندونې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وږي نهمې یا له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزي په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې چې رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرول، وکړې.

رییس الوزرا په‌دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د تفاهم لارې دې نه بندېږي او زیاتوي: «تر هغه حده پورې موږ غواړو چې له هر چا سره موږ تفاهم وکړو، مشکل ورسره حل کړو، پر لارې مزل سره وکړو، تر هغه حده پورې چې زموږ اسلامي او شرعي اصولو ته خطر نه‌وي. په ازاده فضاء کې موږ غواړو له هر چا سره تفاهم وکړو.»

په‌دې مراسمو کې د رییس‌الوزرا تر څنګ د سرپرستې کابینې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو تر څنګ یو شمېر نورو لوړپوړو چاواکو او ځینو بهرنیو مېلمنو هم ګډون کړی وو چې د رییس الوزرا له وینا وروسته یو شمېر پوځي مهمات او تجهیازات نندارې ته وړاندې شول.

ملا محمد حسن اخند همداراز ادعا وکړه، کله چې بهرنیان له افغانستانه ووتل هر څه یې له ځان سره یوړل او پر افغانستان یې بندیزونه ولګول چې دا چاره په هېواد کې د غربت او بې‌وزلۍ لامل شوه، خو زیاتوي، په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

نوموړی څرګندوي: «مرګ ختم شو، د شپې او د ورځې ازادي ده چې سړی هرې خوا ته ځي، که مزدورې کوې، که بزګرې کوې که په هر بخش کې کار کوې، ازاده فضاء ده، که د افغانستان له یوه کونج څخه بل ته ځې، هېڅ مشکل تا ته نه‌شته.»

که څه هم اسلامي امارت د تېر کال د زمري یا اسد په ۲۴مه یو ځل بیا واک ته ورسېد، خو د تېر کال د وږي یا سنبلې په نهمه له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شو چې اسلامي امارت اوس دا ورځ د "ازادۍ ورځ" په نوم یادوي.

له دې سره سم، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له افغانستانه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو کلیزي په مناسبت په یوې خپره شوې اعلامیه کې لیکلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا مبارزه پای‌ته نه‌ده رسېدلې.

نوموړي په‌دې اعلامیه کې وړاندې لیکلي: «موږ لا هم پوهېږو چې زموږ کار پای ته نه‌دی رسېدلی. موږ باید د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې پرله پسې تمرکز وساتو. یوازې څو اوونۍ مخکې، متحده ایالاتو د القاعدې مشر ایمن الظواهري او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په وخت کې د اسامه بن لادن مرستیال، په عدالت ورساوه.»

خو اسلامي امارت تر دې مهاله په کابل کې د القاعده د مشر وژل کېدل یوه ادعا بولي او زیاتوي چې په دې اړه یو پلاوی ټاکل شوی چې پایلې به یې له هېوادوالو سره شریکې شي.

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې چې نړیوال دې "د افغانستان خپلواکۍ، ارضي تمامیت او د ملت خود ارادیت" ته په درنه سترګه وګوري او د افغانستان پر وړاندې دې "معقول سیاست" خپل کړي.

په‌دې اعلامیه کې چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتولو لومړۍ کلیزې په مناسبت خپره شوې، ټینګار شوی چې نړیوال دې "افغانان پرېږدي چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې خپلواک اسلامي نظام ولري، څو د یوه مستقل او سیال ولس په حیث له نړۍ سره عادي روابط او مثبت تعامل ولري."

له دې سره سم، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا مبارزه پای‌ته نه‌ده رسېدلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه