Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: له افغانستان سره تعامل یوه اړتیا او د ټولو په خیر دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره د رسمي تعامل غوښتونکی دی.

ذبیح الله مجاهد وايي:«هغوی (امریکا) دلته ماتې وخوړه او ډېر زیان یې هم ولید، هم د بشري ځواک له اړخه او هم له اقتصادي پلوه او همدارنګه خپل سیاسي پوټانسیل یې له لاسه ورکړی دی، او په داسې حالت کې ښايي چمتو نه وي چې له موږ سره رسمي تعامل وکړي؛ خو دا دواړو لوریو ته یوه اړتیا ده. هغوی هم ګټه کوي او افغانستان هم او د سیمې په خیر هم ده.»

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د رسمي تعامل غوښتونکی دی:«له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاست دا دی چې موږ له ټولو هېوادونو سره په متقابل درناوي استوار مشروع تعامل غواړو. دا زموږ حق دی او له خپلواک هېواد په توګه له پېژندلو وروسته څوک چې زموږ خپلواکي ونه ویني او زیان ونه رسوي، تعامل یې باید له موږ سره رسمي او د نړۍ د ادبیاتو په چوکاټ کې وي.»

هغه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د نړۍ غوښتنې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وایي چې له داخلي لوریو سره د مذاکرې وخت تېر شوی.

ښاغلي مجاهد وویل:«اوس خو یې وخت تېر شوی دی، موږ خو ویله چې له پوځي اقداماتو مخکې چې راشو او ښارونه په پوځي زور ونیسوو باید دغه کار مذاکرات یې کړي وای او د هوکړو پربنسټ دا کار کېده او له اوس څخه به په ځلونو ښه وای.»

دبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې مقاومت جبهه د اوسني حکومت په وړاندې جدي ګواښ نه ګڼي او وايي چې دا جبهه تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې فعالیت لري.

شریک یي کړئ