Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له افغانستانه د وروستیو امریکايي سرتېرو د وتلو کلیزه ولمانځله

اسلامي امارت له افغانستانه د وروستیو امریکايي سرتېرو د وتلو کلیزه د ځانګړو مراسمو او مانورونو په ترسراوي د بګرام په پوځي اډه کې ولمانځله.

د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو سربېره، کابل کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران سفارتونو استازو هم په دغو مراسمو کې حضور درلود. دغه مراسم د بګرام په پوځي اډه کې هغه ځای چې د دوه لسیزو لپاره په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه، ترسره شول.

د چورلکو، زرغروال هاموي ټانګونو او مجهزو سرتېرو په ګډون، بېلابېلې سپکې او درنې وسلې په دې پوځي پرېډ کې نندارې ته وړاندې شوې.

دې مراسمو کې په لاس جوړ شوي ماينونه، چې په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو وژونکې وسله وه، هم نندارې ته وړاندې شول.

د اسلامي امارت رییس الوزراء په دې مراسمو کې وويل، چې نړۍوال فشارونه او بنديزونه نتيجه نه ورکوي او بايد له اوسني حکومت سره تفاهم وشي.

ريیس الوزار‌ ملا محمد حسن اخند وویل:«هر څوک چې راوړاندې کېږي د تفاهم، د مذکرې، د افهام او تفهیم له لارې دې راشي، چې د هر مملکت مشکل وي رادې شي او له موږ سره دې په تفاهم حل کړي، له موږ سره دوی څه ستونزه لري؟ څه د دې باعث دی چې دلته د افغانستان د ولس یوه کمزورې شتمني ده هغه دې کنګل کړې ده.»

دې مراسمو د سرپرست حکومت پر مشرانو سربېره د چين، روسيې، پاکستان او ايران د سفارتونو استازو هم ګډون کړی دی.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد    څرګنده کړه:«د بګرام له هوايي ډګر نه امریکایانو شل کاله په افغانستان باندې بمبارد وکړ خلک یې ووژل، دلته یې زندانونه وو دا ځای د هغوی مهمه هسته وه مهم مرکزیت و، بناً نن دلته دغه مراسم باید ترسره شي او وښودل شي چې دغه وروستۍ نقطه هم له دوی نه تصفیه شوې ده.»

د پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت هم وویل:«د هېواد د امنیت تامین مو ستاسو د خپلو بچیانو په لاس کې دی، ټولې پولې او هېواد ټول امنیت مو د خپلو بچیانو په واسطه تامین کېږي.»    
    
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له کلیزې سره هم مهاله، د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزیر، په يوه بيانيه کې پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال له نظامي حملې دفاع کړې ده.  د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزیر، له تروريزم سره مبارزه پای ته رسېدلې نه ګڼي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لوېډ اسټين ویلي:«پوهېږو چې تر اوسه دا کار نه دی بشپړ شوی. مونږ بايد د تروريزم پر ضد خپل تمرکز وساتو او دا کار کوو.»

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په داسې حال کې يو کال تېرېږي، چې اوسنی حکومت هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له کلیزې سره هم مهاله، د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزیر، په يوه بيانيه کې پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال له نظامي حملې دفاع کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه