Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې په سړکونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو کاروانونه

د وږي نهمې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې له رارسېدوسره هم مهاله، د پلازمېنې سړکونه د اسلامي امارت د ځواکونو د موټریزو کاروانونو شاهد وو.

د اسلامي امارت ځينې ځواکونه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له خوشحالۍ سره وايي چې افغانستان له کلونو وروسته بیاځلې ازادۍ ته رسېدلی دی.

خو د اسلامي امارت ځینو نورو ځواکونو بیا دغه ورځ د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره په تشریفاتي ډول ولمانځه.

د اسلامي امارت له ځواکونو حمد الله وویل:«په یوه کال کې خو د یوه کور نظام هم په سمه توګه نه جوړېږي، دا خو یو هېواد دی او ان شاالله هیله لرو چې خدای ج سوداګري، کارو بار، اقتصاد او هرڅه سم کړي.»

بلخوا یو شمېر کابل مېشتي وايي، د خلکو پر وړاندې لا هم ډېرې ستونزې شته چې باید ورته رسېدنه وشي.

دوی له مسوولینو غواړي چې، له امنیت سربېره باید اقتصادي ستونزو ته هم په جدي توګه پام وکړي او ټولو ته د زده کړو او کار زمینه هم برابره کړي.

کابل مېشتی عبدالغفار اسلامي امارت دې اقتصادي وضعیت کنټرول کړي، ان شاالله چې افغانستان هېڅ ستونزه نه لري.»

د کابل بل اوسېدونکي حفیظ هم وویل:«له بې وزلو او مسکینو باید لیدنه وشي ورسره مرسته وشي نور موږ خوشحاله یوو.»

د سیاسي چارو کارپوه  فرهاد ابرار وايي:«د کار ستونزې دي او همدا چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي نور هېڅ کومه ستونزه نه شته.»

امریکا په افغانستان کې له شل کاله نظامي حضور وروسته د تېر کال د وږي پر نهمه له افغانستانه ووتل او په دې ورځ کې د وروستي سرتېري په وېستلو سره یې په هېواد کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کېښود.
 
امریکا په افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته تېر کال د وږي په نهمه افغانستان پرېښود او په دغه هېواد کې یې خپل پوځي حضور پای ته ورسوه.

تصویر بندانگشتی

د وږي نهمې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې له رارسېدوسره هم مهاله، د پلازمېنې سړکونه د اسلامي امارت د ځواکونو د موټریزو کاروانونو شاهد وو.

د اسلامي امارت ځينې ځواکونه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له خوشحالۍ سره وايي چې افغانستان له کلونو وروسته بیاځلې ازادۍ ته رسېدلی دی.

خو د اسلامي امارت ځینو نورو ځواکونو بیا دغه ورځ د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره په تشریفاتي ډول ولمانځه.

د اسلامي امارت له ځواکونو حمد الله وویل:«په یوه کال کې خو د یوه کور نظام هم په سمه توګه نه جوړېږي، دا خو یو هېواد دی او ان شاالله هیله لرو چې خدای ج سوداګري، کارو بار، اقتصاد او هرڅه سم کړي.»

بلخوا یو شمېر کابل مېشتي وايي، د خلکو پر وړاندې لا هم ډېرې ستونزې شته چې باید ورته رسېدنه وشي.

دوی له مسوولینو غواړي چې، له امنیت سربېره باید اقتصادي ستونزو ته هم په جدي توګه پام وکړي او ټولو ته د زده کړو او کار زمینه هم برابره کړي.

کابل مېشتی عبدالغفار اسلامي امارت دې اقتصادي وضعیت کنټرول کړي، ان شاالله چې افغانستان هېڅ ستونزه نه لري.»

د کابل بل اوسېدونکي حفیظ هم وویل:«له بې وزلو او مسکینو باید لیدنه وشي ورسره مرسته وشي نور موږ خوشحاله یوو.»

د سیاسي چارو کارپوه  فرهاد ابرار وايي:«د کار ستونزې دي او همدا چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي نور هېڅ کومه ستونزه نه شته.»

امریکا په افغانستان کې له شل کاله نظامي حضور وروسته د تېر کال د وږي پر نهمه له افغانستانه ووتل او په دې ورځ کې د وروستي سرتېري په وېستلو سره یې په هېواد کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کېښود.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه