Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د پاکستان سفیر لیدلوری

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، پاکستان به له ګاونډیو هېوادونو سره د تفاهم او له نړیوالې ټولنې سره د همغږۍ په صورت کې په افغانستان کې اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

منصور احمد خان وايي: «د افغانستان د لنډمهالي حکومت په رسمیت پېژندل به د یوې هوکړې پر بنسټ ترسره شي او په هغې کې به د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړۍواله ټولنه ښکېله وي. نو همدې ته په کتو دا د پاکستان سیاست دی چې، له افغانستان سره د تعامل مساله د سیمې او ګاونډیانو په همغږۍ او د نړۍوالې ټولنې په ملاتړ مخته ولاړه شي؛ ځکه دا مهمه ده چې، موږ په افغانستان کې له څلور لسیزو پرلپسې جګړو وروسته راوتلي یو او په سیمه کې د سولې او سوکالۍ پړاو ته رسیدلي یو.»

په افغانستان کې د پاکستان سفیر په‌دې مرکه کې په ټینګار سره ویلي، د رسمیت پېژندنې او تل‌پاتې سوکالۍ کونجي په افغانستان کې ده او اوسنی حکومت هم باید ورته پام وکړي.

نوموړی زیاتوي: «دا باید په همغږۍ سره مخته ولاړه شي او یو ټول ګډونه سیاسي چوکاټ په پام کې ونیول شي. افغانستان له بیلابیلو پرګنو جوړ یو هېواد دی. متنوع سیاسي ځواکونه لري او دغه ځواکونه باید د تل پاتې سیاسي نظام لپاره په تعامل کې وي. له دې سره جوخت د بشري حقونو، د نجونو زده کړې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون نور مسایل هم. نو زه فکر کوم اوسنی سرپرست حکومت په کور دننه په تعامل کې دی او زه باوري یم چې دا یو بهیر دی.»

منصور احمد خان د پاکستان د طالبانو تحریک په ګډون له نورو ورته ډلو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د افغانستان سرپرست حکومت باید په افغانستان کې دغو ډلو ته د حضور اجازه ورنه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وايي: «زما په اند د نړیوالې ټولنې له لوري، د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو بحث ټولیزه پرېکړه ده او زبرځواکونه په‌دې اړه پرېکړه کوي، په هغه صورت کې چې دا اجماع نه‌وي رامنځ‌ته شوي، فکر نه‌کوم چې پاکستان، ایران او نور هېوادونو په یوازې ځان په افغانستان کې اوسنی حاکمیت په رسمیت وپېژني.»

د پاکستان سفیر زیاتوي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي، خو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، تعلیم، بشري حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د سرپرست حکومت له مسوولیتونو ګڼي او ټينګار کوي چې، دا په افغانستان کې د لاسوهنې په مانا نه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه