Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: بشري او سیاسي مسایل باید له یو بل جلا شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ټولو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غواړي چې د بشري حقونو مسایل ته له سیاسي مسایلو سره تړاو ور نه‌کړي او له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

امیر خان متقي چې "په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو په هکله د مرستو راغونډولو کنفرانس" کې خبرې کولې زیاته کړه، اسلامي امارت زیانمنو ته لازمې مرستې برابرې کړې دي.

ښاغلي متقي وویل: «هره موضوع او هر ګام چې بشري مرستې اغېزمنوي او پر اقتصاد منفي اغېزه کوي، بیا هم خلک اغېزمنېږي، دا بشري مسایل باید په هر هېواد کې له سیاسي مسایلو جلا شي. په ټوله نړۍ کې موږ د دې غوښتونکي یوو چې دا باید له سیاسي مسایلو جلا وي.»

د دې وزارت سرپرست زیاتوي چې د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره ۱۶۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

بل لور ته ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په زیربناوو کې پانګونې ته اړتیا ده.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ځانګړی استازی رامز الاکبروف وايي: «موږ د روان کال له پیل راهیسې د بشري مرستو په برخه کې څه د پاسه یو میلیارد ډالر نغدې پیسې لګولې چې زموږ د ملاتړ په مرسته وې او همداراز مو نغدي مرستې هم لرلې.»

ورته مهال په‌دې کنفرانس کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي وویل: «موږ د اوچا په شان بشري مرسته کوونکو ټولنې سره کار کړی او څه د پاسه شپېته زره تنو ته موږ رسېدنه کړې چې خوړو ته یې بیړنۍ اړتیا لرله.»

همداراز د اروپايي ټولنې استازي وویل: «اروپايي ټولنه چې ۲۷ هېوادونه پکې شامل دی د تېر کال په سپتمبر میاشت کې یې تصمیم ونیوه ترڅو له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې او ورته دوام ورکړي.»

له ماشومانو د ملاتړ صندوق استازې زیاته کړه: «کله چې غمیزه رامنځته کېږي ښځې او ماشومان په ټولنه کې زیان مومي، ښځو او ماشومانو ته د یونیسف پاملرنه شته او موږ له ډېرې مودې راهیسې په دې هېواد کې فعالیت لرو او په ټول افغانستان کې له خپلو همکارانو سره ګډ کار کوو.»

له بلې خوا، د اسلامي امارت د کابینې غړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د روغتیا، کرنې او کډوالو په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي: «د وروستیو سېلابونو پر مړو او ټپيانو سربېره، د سېلابونو اغېزې زیاتې وې او روغتیایي برخه یې هم زیانمنه کړې ده.»

په کابل کې د ځینو هېوادونو استازي هم ډاډ ورکوي چې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت استازی اسد عباس وايي: «موږ د زلزلې او د سېلابونو له امله زیانمنو ته ۳۵ جوپې مرستې لېږلې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په څه د پاسه شلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله، دوه سوه تنه مړه او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، دوولس زره کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه