د کډوالۍ د نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، په هېواد کې نږدې څلرویشت نیم مېلیونه کسان بېړنیو او نړۍوالو مرستو اړتیا لري چې دا د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه برخه جوړوي.
دغه سازمان په خپل نوي راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان نږدې ټول وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي او دغه هېواد د سیسټماټیکې ګډوډۍ له خطر سره مخ دی.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: «هغه خلک چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ژوند کوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د لومړنيو خدمتونو وړاندې کېدل تر اغېز لاندې راغلي او پراختیایي پروګرامونه ځنډول شوي دي. اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې د عوایدو د پاموړ کمېدو، د حوالو د بهیر د کموالي او د خوراکي او نورو توکو د بیو د لوړېدو لامل شوې دي.»
دغه سازمان په افغانستان کې بشري ناورین د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو، سختې خوارځواکۍ او د معیشتي فرصتونو د کمېدو له امله بللی دی.
ورته مهال د اقتصادي چارو یو شنونکی نړیوالو مرستو د افغانستان تر نیمایي د زیاتو خلکو اړتیا اندېښمنوونکې بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «دویم عمده ټکی د اقتصادي خوځښتونو په تېره د کرنې او صنعت فلج کېدل دي چې په حقیقت کې بېوزلۍ ته لمن وهي او ۶۵ سلنه خدماتي سکټور د بېکارۍ حالت ته تللی دی.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل راپور کې له افغانستانه د تلپاتې ملاتړ غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د افغانستان د بانکونو د ټولنې پخوانی رییس وایي،چې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو محدودېدو د مرستندویو بنسټونو د مرستو پر لېږد منفي اغېز کوي او په هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړوي.
د افغانستان د بانکونو د ټولنې پخوانی رییس سیرقریشي وايي: «که دا حالت دوام پیدا کړي، کولای شي پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېزه وکړي او د دې تر څنګ اقتصادي حالت کې ورځ تر بلې ناوړه کېږي، د بېروزګارۍ حالت او خلکو د پېرلو پر کچې تاثیر وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سېلابونو ډېری هېوادوال په تېره بيا کروندګر زیانمن کړي دي.
ورته مهال د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له یوه کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کابل اوسېدونکی رمضان وايي: «په توله کې کاروبار نهشته یو کال شو چې کار بېخي صفر شوی دی او ورځ تر بلې د خلکو وضعیت ناوړه کېږي.»
د کابل اوسېدونکی محمد نبي وايي: «د شپې چې کور ته ځم پنځوس افغانۍ مې اولادونو ته ورکوم، وايي دا مې د قلم او که د کاغذ روپۍ شي؟»
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي،چې دغه سازمان په تېرو دولسو میاشتو کې په افغانستان کې په څه باندې یو میلیون و درې سوه زره کسانو، خوراکي توکي وېشلي او سرپناه او روغتیایي خدمتونه یې ورته برابر کړي دي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
په دې اړه مو اندونه