Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت د امریکا د سولې انسټېټیوټ راپور بې‌بنسټه وباله

اسلامي امارت د امریکا د سولې انسټیټیوټ هغه راپور بې‌بنسټه وباله چې ګواکې اسلامي امارت په افغانستان کې ځینو "ترهګرو ډلو" ته پناه ورکړې ده.

دې انسټیټیوټ په یوه خپور شوي راپور کې زیاته کړې چې اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان، ترکستان غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورو ډلو ته پناه ورکړې ده.

خو اسلامي امارت دغه راپور پروپاګند بولي او وايي، هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه پورته کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه‌ ورکوي چې د افغانستان خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ او تهدید متوجه کړي. په‌دې برخه کې چې کومې ادعاوې شوي، دا ناسمې او له حقیقت څخه لرې دي. متاسفانه دا ډول ادعاوې له کوم ډول اسنادو او شواهدو پرته خپرېږي او تر ډېره بریده په ناسمو مالوماتو باندې بناء‌ دي او پروپاګندي بڼه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سولې انسټیټوټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتنې د یوه کال د پوره کېدو په مناسبت په یوه راپور کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ اړیکې ارزولي دي.

د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «طالبان هغو ترهگرو ډلو ته چې د افغانستان ګاونډي ګواښي د پناه ورکړې بهیر ته دوام ورکوي. له دې منځه د پاکستان د طالبانو تحریک چې پاکستان ګواښي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې چین ګواښي، د ازبېکستان اسلامي غورځنګ چې ازبېکستان ګواښي او داعش چې، د طالبانو په ګډون ټول ګواښي.»

په‌دې راپور کې همداراز راغلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه له کابل سره اړیکې لري، خو خپلو راتلونکو ته اندېښمن دي.

د چارو شنونکي په دې اړه بیا بیلابیل لیدلوري لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوره نورالرحمن ثاقب وايي: «د سیمې هېوادونو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته دا یو اشد ضرورت دی چې دوی د افغانستان حاکم نظام سره په ډېر دقت باندې مخ کې لاړ شي او د خپل پېښېدونکي ګواښ چې دوی ته متوجه دی او یا د افغانستان له نسبي امنیت څخه؛ نو دوی به کوشش کوي چې دغه نسبي امنیت په افغانستان کې دوام پیدا کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «د افغانستان ګاونډیان اندېښمن دي او دوی غواړي غواړي چې افغانستان په رسمیت وپېژندل شي، ځکه هغه وخت افغانستان د یو شمېر نړیوالو کنوانسینونو له مخې ملزم کېږي او دا یوازې د کابل په شفاهي ډاډ نه حلېږي.»

د امریکا د سولې انسټیټوټ راپور همداراز کاږي چې له افغانستانه د امریکا او ناټو په وتنې سره چین، روسیه او ایران خوشحاله وو؛ خو اړتیاو ته کتو د افغانستان اوسنی حکومت نه‌شي کولای روان بحران مدیریت کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه