Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې وټاکله

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د قرغزستان پخوالۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره خپله ځانګړې استازې وټاکله.

اغلې اوتونبایوا چې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیره هم وه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) د پخوانۍ رییس ډیبرا لاینز پر ځای وټاکل شوه.

د اغلې لاینز ماموریت د روان زیږدیز کال د جون په نیمايي کې پای‌ته ورسېد.

ملګرو ملتونو په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې اغلې اوتونبایوا په رهبري او ډېپلوماسۍ کې ۳۵ کلنه کاري مخینه لري.

روزا اوتونبایوا داسې مهال په افغانستان کې د یوناما رییسه ټاکل کېږي چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره بشري او اقتصادي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه