Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګازرګاه جامع جومات د ځانمرګي برید قرباینان خاورو ته وسپارل شول

د مولوي مجیب الرحمان انصاري او هرات کې د جمعې ورځې ځانمرکي برید د اتلسو قربانیانو مړي نن (شنبې د وږي په ۱۲ مه) خاورو ته وسپارل شول.

د هرات اوسېدونکي د دغو قربانیانو خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې، پر دیني عالمانو او ولسي وګړو برید اندېښمنوونکی ګڼي.

د هرات اوسېدونکي محمد قاسم صابري وویل:«د اسلامي امارت له وروڼو دا غوښتنه لرو چې زموږ د عالمانو امنیت دې ونیسي چې له دې ډېر زموږ عالمان ونه وژل شي.»

د یادې پېښې یو شمېر ټپیان د هرات په حوزه يي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د جمعې ورځې په ځانمرګي برید کې ۲۳ کسان ټپیان شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی دی.

د پېښې ټپي غلام حضرت نظامي وايي:«وروڼه د روغبړ په حال کې وو کله موږ چې پوښتنه سره کوله، نور پوه نه شوو چې سترګې مې پرانیستې په روغتون کې وم.»

د پېښې بل ټپي رامین هم زیاتوي:«ومې لیدل چې غږ شو، کله چې غږ شو ځان مې واچوه، زما په لاسونو او پښو هم پارچې او چرې ولګېدې.»

د هرات والي د مولوي مجیب الرحمان انصاري او د نورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې خبرداری ورکړ چې د دغې پېښې عاملینو ته به هرومرو سزا ورکړ شي.

د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار څرګندوي:«د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به د مسله امت له عسکرو به خلاصی ونه مومئ.»

دیني عالم مولوي خداداد صالح وايي:«هغو کسانو چې دغه جنایت ترسره کړی، د خپلو کړو په سزا به ورسېږي.»

یوه ځانمرګي بریدګر د تېرې جمعې په ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د ګازرګاه جامع جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري دغه جومات ته څېرمه په نښه کړ.

په دې وروستیو میاشتو کې په هېواد کې یو شمېر دیني عالمان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. د ډېریو دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

شریک یي کړئ