Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په هکله اندېښنې

نګاره حیدروا چې د ا زبیکستان هېواد اوسېدونکې ده، له تېرو شلو کلنو راهیسي د ترینکوټ په ولایتي روغتون کي د ډاکټرې په توګه کار کوي، له اسلامي مارته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.

دغه ازبیکستاني ډاکټره وايي چې د نجونو د ښوونځيو تړل پاتې کېدو سخته اندېښمنه کړې ده.

 نګاره حیدروا طلوع نیوز ته وویل:«د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي، پوهنتون ته اجازه ورکړل شوه موږ خوشحاله یوو خو په ارزګان کې تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي ښوونځي ته ځيې او له شپږم پورته ټولې نجونې په خپلو کورونو کې دي. ما ته په سلګونه نجونې راځي او ورته رواني حالت پېښ شوی دی.»

دا بهرنۍ ډاکټره وایي، لومړيو کې چې ارزګان ته راغله په ټول ولایت کې هېڅ ښځینه ډاکټرې شتون نه درلود او نه هم د نجونو کوم ښوونځي شتون درلود.

مېرمن حیدروا زیاته کړه:«باور وکړئ کله چې زه په لومړیو کلونو کې راغلم، ښځينه ډاکټرې یا هم  ښځينه (ام ډي/ MD)» شتون درولود. نو ښوونځي ته د نرینه پر ځای د نجونو تګ ښه دی.»

نیګاره وایي، د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو سخته اندېښمنه کړې ده. دا وایي که ښوونځي همداسې تړلي پاتې شي نو افغانستان به بېرته شل کاله شاتګ وکړي.

اخوا د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي هم له سرپرست حکومته د نجونو ښونځيو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

خپلواک د ارزګان اوسېدونکی جاوېد وايي:«که چېرې ښوونځي په همدې ډول تړلي پاتې شي، زما وېره دا ده چې خدای مه کړه یو ځل بیا موږ د تېرې په څېر لکه چې نګاره وايي، له ستونزو سره مخ نه شو.»

د تېر څه باندې یوه کال راهیسې په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي پاتې دي او لا روښانه نه ده چې دغه ښوونځي به کله بېرته پرانیستل کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه