Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له تاجیکستانه د افغان کډوالو پر اجباري ایستلو اندېښنې

په تاجیکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې د تاجیکستان پولیسو د افغان کډوالو لسګونه کورنۍ په بېلابېلو تورونو له دغه هېواده ایستلي دي.

یوه افغان مېرمن ادعا کوي،چې دوی څلور کاله وړاندې له افغانستانه تاجیکستان ته تللي، خو د شنبې په ورځ د تاجیکستان پولیسو د دې مېړه ډبولی او افغانستان ته یې را اړولی دی.

په تاجیکستان کې افغان کډواله زیاتوي:«تېره ورځ ما یوه بده ورځ تېره کړه، د بلاک لاندې مې خاوند تاجیکانو ونیو او وې ویل چې امنیت ته یې بوته، او له هغه ځایه خبره شوم او له هغه ځایه خبره شوم چې خاوند مې له پوښتنې او کروږنې او کوم جرم پرته د کندوز په لور سرحد ته لېږلی دی.»

دغه کډوال وایي،چې د تاجیکستان د پولیسو له لوري د قانوني اسنادو له لرلو سره سره نیول شوي او افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

د دوی په وینا، په دې ویډيو کې هغه دېرش افغان کډوال ښودل کیږي،چې په اجباري توګه افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

په تاجیکستان کې افغان کډوال په دې هکله وویل:«د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب دی، موږ ټولو د وېرې په حالت کې یوو؛ هیله ده د افغانانو وضعیت ته رسېدنه وکړئ وضعیت ډېر خراب دی.»

د نړۍوالو چارو شنونکی عبدالواحد حقیقت وايي:«د کډوالو لپاره یې یوه حقوقي سلسله په پام کې نیولې ده له هغې ډلې د کډوالو لپاره کسیزې ازادې او حقونه دي. په هغه هېواد کې چې کډوال ژوند کوي د ژوند او امنیت حق دی او همدارنګه د ربړونې د مخنیوي حق دی.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تاجیکستان دغه کار د کډوالۍ  د نړۍوالو قوانینو پر خلاف بولي او وایي، چې دوی هڅه کوي،دغه راز ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني څرګنده کړه:«د کډوالو چارو وزارت هڅه کوي چې په تاجیکستان کې د افغان کډوالو ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د تاجیکستان دا اقدام د نړۍوالې کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې دی.»

تر اوسه تاجیکستاني چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي. دا کډوال چې تر اوسه له تاجیکستانه افغانستان ته را اړول شوي دي، د تاجیکستان په وحدت ښار او ردودکي ناحیه کې اوسېدل.

خو ویل کېږي، یو شمېر کډوال د کډوالۍ قوانینو ته د نه پاملرنې او د دغه هېواد له قانون نه د سرغړونو له امله هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه