Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

نن (دوشنبه) غرمه مهال په کابل ښار کې د روسیې سفارت ته څېرمه یو ځانمرګي برید وشو چې د ملګرو ملتونو تر څنګ په کور دننه او باندې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د روسیې سفارت ته نږدې دغه ځانمرګی برید غندلی دی.

یوناما د دې برید په غبرګون کې د یوې خپرې کړې اعلامیې له لارې له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې "واکمن چارواکي" دې د خلکو او همدارنګه د "ډېپلوماتیکو ماموریتونو" د خوندیتوب او امنیت لپاره ګامونه پورته کړي.

د کابل د امنیې قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ د خبر پاڼې له مخې، نن د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسیې سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې.

د هغه په وینا، په‌دې پېښه کې څلور افغانان او د روسیې سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور افغانان ټپيان دي.

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبره منلې، خو د وژل شویو کسانو هویت یې نه‌دی په ډاګه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې د افغانستان له امنيتي برخو سره په اړيکه کې دي او د دې پېښې په اړه څېړنې دوام لري.

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د ایران سفارت یاد برید غندلی او د ټویټر له لارې یې هیله څرګنده کړې چې د دې پېښې عاملان ژر تر ژره ونیول شي او په خپلې سزا ورسېږي.

د دې تر څنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یاد برید غندلی.

د نوموړي دفتر په‌دې اړه د هغه پر فېسبوک پاڼه په یوې رسنیزه اعلامیه کې لیکلي: «د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې سفارت ته مخ ته تروریستي برید چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوی، غندي.»

همداراز ښاغلي کرزي د دې برید په اړه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانگړي استازي ضمیر کابلوف سره په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو اړیکو پر لا ټینگښت او پراختیا ټینگار کړی دی.

په‌دې لړ کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په یو لړ ټویټونو کې دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ارګانونو د پښې په تړاو هراړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د لا خوندیتوب لپاره به لا زیات جدي ګامونه هم پورته کړي.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د افغانستان ا. ا. د روسیې فدراتیف سره نژدې اړیکې لري او موږ اجازه نه ورکوو چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.»

د دې تر څنګ د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله هم دا پېښه غندلې او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي: «د ملکي خلکو په نښه کول له اسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې عمل دی چې غندنه یې کوم.»

همداراز د دې پېښې په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي، څو د پېښې عاملان وپېژني او په سزا یې ورسوي.

تېر کال په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یو سفارت په نښه کېږي.

تر دې دمه د دې برید مسوولیت کوم کس یا کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه