Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار درېیمې حوزه کې د بې پیلوټه الوتکې برید رد وي

کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه د ځینو بهرنیو رسنیو راپورونه ردوي.

د دغه وزارت وياند وايي، چې دوه شپې مخکې د کابل د درېيمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې دوه توغندي لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل:«د درېیمې حوزې په اړوند دهمزنګ سیمه کې د ګنګوسو په هکله باید ووایم، په څرګنده وایم چې په بشپړه توګه دروغ دي او بې بنسټه دي. او مطلق تبلیغات دي. د دهمزنګ په سیمه کې یوازې دوه توغندي لګېدلي وو.»

د جمعې په شپه دوو ناپېژانده کسانو د دهمزنګ څلور لارې د نواباد له غره څخه د کابل پر امنیه قومندانۍ دوه توغندي وتوغول، خو توغندي د هدف پر ځای پر یوه کور لګېدلي او تلفات یې نه لرل.

د پېښې یوه شاهد وویل:«ناست وم دعا مې کوله چې یو دم ګرمب غږ شو. ما وویل چې ښايي فشنګ وي بیا یې انداخت وکړ بیا ګرمب شو. نور پوه نه شوم ښیښې چې ولوېدې پوه شوم زوی مې ووت چې په کوڅه کې دوړې دي.»
 
د پېښې بل شاهد هم وايي:«سرشانه يي راکټ یې اچولی و، او د همدغې ساحې ښيښې ماتې شوې وې او بیا یې دغه ګاونډیان یې هم راټول کړي وو، حوزه ته یې د همدغې سیمې وکیل بیولی و اوس هم په قومندانۍ کې دی.»

یو توغندی د یوه کور پر بام لګېدلی دی.

د درېیمې ناحیې د دهمزنګ د څلور لارې د وکیلانو رییس سیدخان اقا وویل:«سهار چې ویښ شوو، د شپې خو له وېرې را ونه وتلو، ګورو چې توغندی په بام لګېدلی او چاودنه یې کړې ده انتونه یې له منځه وړي او ښیښې هم ماتې شوې دي د شپې خلکو ته ډېر خراب وضعیت وو.»

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې مسوولین وايي چې د دې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

د کابل د درېیمې حوزې د ټولي قومندان مختار څرګنده کړه:«ځينې شکمن کسان نیول شوي، څلور تنه امنیه قومندانۍ نیولي دي او ځينې یې موږ په حوزه کې نیولي دي. تر څېړنې لاندې دي موږ پر دوی شکمن یوو ښايي هغو کسانو چې برید کړی د مقاومت جبهې غړي وي.»

له بلخوا، د کابل د درېيمې امنیتي حوزې اوسېدونکي وایي چې په وروستیو ورځو کې یې پر فضا د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل لیدلي دي.

د کارته سه یوه اوسېدونکي وویل:«زموږ د ښار او زموږ د هېواد خلکو ته ډېره خطرناکه ده ښايي هدف یې غلط شي او پر سړک، واټ او استوګنیزو کورونو به ولګېږي.»
 
له بلخوا، د سي آی اې پخواني رییس او د امریکا د دفاع پخواني وزیر لئون پانتا له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي تراوسه هم طالبانو له القاعدې ډلې اړیکې نه دي پرې کړې؛ خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعاوې ردوي.

که څه هم د پلازمیني پر ځینو برخو د بې پیلوټه الوتکو د برید په اړه راپورونه هم خپاره شوي؛ خو د کورنیو چارو وزارت دا راپورونه بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه