Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بېلابېلو ولایتونو کې له اړمنو سره د نبي زاده بنسټ مرستې

د نبي زاده مرستندوي بنسټ بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دا اړمن چې ډېری یې بې سرپرسته، کونډې او په درنو کارونو بوخت ماشومان دي؛ د دغه بنسټ د څارنې او ارزونې کمېتې له لوري تر پېژندل کېدو وروسته له مرستو برخمن شوي دي.

مېرمن الله ګل چې د یوې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. دا وايي یوه لور یې د لوږې له امله مړه او یو زوی یې پر خوارځواکۍ اخته شوی دی:«د بې کارۍ، بې روزګارۍ او لوږې له امله مې یوه لور له لاسه ورکړه او یو زوی مې په خوارځواکۍ اخته شوی او په خپله هم په دواړو پښو معلوله یم.»

ورته مهال یو شمېر نور اړمن په درنو کارونو بوخت ماشومان چې د نبي زاده مرستندویه بنسټ له مرستو برخمن شوي، له سرپرست حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

اړمن عبدالخالق وویل:«موږ واقعاً اړمن یوو او هېڅ هم نه لرو او هر څه مو چې لرل ټول مو په پور کړې ورکړل.»

په درنو کارونو بوخت ماشوم محمد سخي وايي:«کار نشته، زه په خپله په کوڅو او بازار کې ګرځم او بوټونه رنګ وم.»

په همدې حال کې د نبي زاده مرستندویه بنسټ مسوولین وایي، د دغه بنسټ مرستې به د هېواد نورو برخو ته هم وغځوي.

د نبي زاده مرستندویه بنسټ اجرایوي مسوول احمد نژند رحیمي څرګنده کړه:«هغه کورنۍ چې په خطرناکه کورنۍ بې وزلۍ کې دي، هغه کسان چې په واټونو او سړکونو کې درانه کارونه کوي او حتا ګدايي کوي، د دغه بنسټ د څارنې کمېتې په واسطه په بېلابېلو ولایتونو کې پېژندل شوی او د نبي زاده خیریه بنسټ د مرستو تر پوښښ لاندې راغلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نبي زاده مرستندویه بنسټ تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو هم له اړمنو سره مرستې کړې دي.

ورته مهال یو شمېر نور اړمن او په درنو کارونو بوخت ماشومان چې د نبي زاده مرستندویه بنسټ له مرستو برخمن شوي، له سرپرست حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

تصویر بندانگشتی

د نبي زاده مرستندوي بنسټ بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دا اړمن چې ډېری یې بې سرپرسته، کونډې او په درنو کارونو بوخت ماشومان دي؛ د دغه بنسټ د څارنې او ارزونې کمېتې له لوري تر پېژندل کېدو وروسته له مرستو برخمن شوي دي.

مېرمن الله ګل چې د یوې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. دا وايي یوه لور یې د لوږې له امله مړه او یو زوی یې پر خوارځواکۍ اخته شوی دی:«د بې کارۍ، بې روزګارۍ او لوږې له امله مې یوه لور له لاسه ورکړه او یو زوی مې په خوارځواکۍ اخته شوی او په خپله هم په دواړو پښو معلوله یم.»

ورته مهال یو شمېر نور اړمن په درنو کارونو بوخت ماشومان چې د نبي زاده مرستندویه بنسټ له مرستو برخمن شوي، له سرپرست حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

اړمن عبدالخالق وویل:«موږ واقعاً اړمن یوو او هېڅ هم نه لرو او هر څه مو چې لرل ټول مو په پور کړې ورکړل.»

په درنو کارونو بوخت ماشوم محمد سخي وايي:«کار نشته، زه په خپله په کوڅو او بازار کې ګرځم او بوټونه رنګ وم.»

په همدې حال کې د نبي زاده مرستندویه بنسټ مسوولین وایي، د دغه بنسټ مرستې به د هېواد نورو برخو ته هم وغځوي.

د نبي زاده مرستندویه بنسټ اجرایوي مسوول احمد نژند رحیمي څرګنده کړه:«هغه کورنۍ چې په خطرناکه کورنۍ بې وزلۍ کې دي، هغه کسان چې په واټونو او سړکونو کې درانه کارونه کوي او حتا ګدايي کوي، د دغه بنسټ د څارنې کمېتې په واسطه په بېلابېلو ولایتونو کې پېژندل شوی او د نبي زاده خیریه بنسټ د مرستو تر پوښښ لاندې راغلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نبي زاده مرستندویه بنسټ تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو هم له اړمنو سره مرستې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه