Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ځانمرګي برید وروسته د لنډې مودې لپاره د روسیې د کونسلي خدمتونو بندېدل

کابل کې د روسیې سفارت مخې له ځانمرګي برید وروسته، دغه سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې کونسلي خدمتونه یې د لنډې مودې لپاره درولي دي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې د دغه وزارت سرپرست د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې اترې کړې دي او روسیې ته یې ډاډ ورکړی دی چې په کابل کې د روسیې سفارت د امنیت د تامین لپاره هڅې به زیاتې کړي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې هکله وايي:«یوه ناپېژانده بریدګر چاودېدونکي توکي زموږ سفارت د کونسلي برخې دروازې ته نږدې وچاودول، زموږ دوه کارکوونکي ووژل شول. موږ په چټکه توګه امنیتي اقدامات زیات کړل. د طالبانو ځواکونو ترڅنګ، اطلاعاتي او د جاسوسۍ ضد ځواکونو د امنیت لپاره کار وکړ. موږ هیله من یوو چې د دغه ترهګریز برید عاملین ډېر ژر وپېژندل شي.»

اخوا، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي چې د دغه وزارت سرپرست د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره په ټلېفوني اړیکه کې ډاډ ورکړی چې په کابل کې د روسیې سفارت د امنیت د ټینګښت لپاره به هڅې زیاتې شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وویل:«په دې هکله له هر اړخیزو څېړنو هغوی ته ډاډ ورکړ، ښاغلي متقي وویل چې دواړه لوري باید اجازه ورنه کړي چې د دښمن دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو نږدې او مثبتو اړیکو باندې منفي اغېز وکړي.»

د چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو او همداراز د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي دا برید غندلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي:«د ملګرو ملتونو سرمنشي د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي. یو ځل بیا ټینګار کوي چې پر ملکیانو په تېره بیا ډيپلوماټیکو ماموریتونو برید له نړیوالو بشردوستانه قوانینو سره په کلکه په ټکر کې دی.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده مو نینګ څرګندوي:«چین د روسيي پر ډيپلوماټانو او شخصیتونو د ترهګرو برید چې په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت ته نږدې وشو او په پایله کې یې دوه روسي ډپيلوماټان او افغان وګړي ووژل شول غندي او په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د دې پېښې د ټپیانو لپاره د روغتیا هیله کوي. موږ هیله من یو چې په افغانستان کې اړوندې ادارې په راتلونکي کې په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو ډيپلوماټانو او وګړو ته خوندي فضا رامنځته کړي. دغه راز نړۍواله ټولنه باید د افغانستان په سولې، امنیت او ټیکاو کې بنسټيز رول ولوبوي.»

روسیه د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري، له همدې امله د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې په افغانستان کې خپل ډيپلوماټيک حضور وساته. مسکو د اسلامي امارت د استازي ډيپلوماټيک باور لیک منلی دی.

د نړیوالو چارو شنونکی اجمل ځدراڼ وايي:«له دغه برید نه وروسته داسې ښکاري د طالبانو او روسیې ترمنځ چې کومه د اعتماد فضا پیدا شوې وه، هغه له منځه ولاړه.»

د سیاسي چارو شنونکی  احمد خان اندړ وویل:«په څرګنده لیدل کېږي چې د زبر ځواکو د سړې جګړې له امله ده.»

ځانمرګي بریګر د دوشنبې ورځې له غرمې مخکې په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. د کابل امنیه قومندانۍ وایي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي خو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري موخې ته تر رسېدو مخکې ووژل شو، خو چاودېدونکي توکي یې وچاودېدل.

د رسمي  شمېرو له مخې، په دې پېښه کې په کابل کې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه