Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کابل سره د نړۍوالې ټولڼې د مثبت تعامل پر نشتون د عبدالباقي حقاني نیوکه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني، د کابل پوهنتون کې په یوې غونډه کې وايي چې له کابل سره د نړۍوالې ټولنې د نېک تعامل نشتون، طبیعي پېښو په هېواد کې اقتصادي ننګونې زیاتې کړې دي.

دا غونډه نن سې شنبې د کابل پوهنتون کې د هېواد د روان وضعیت، فرصتونو او ننګونو تر عنوان لاندې جوړه شوې وه. چې ځینو حکومتي چارواکو هم په کې ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني وویل:«یوه ستونزه چې موږ یې له دنیا سره لرو، هغه د مثبت عدم تعامل دی چې موږ سره مثبت تعامل نه کوي، په رسمیت پېژندنه مخې ته نه راځي، د هغه یوه اساسي ستونزه دا ده او وجه یې دا ده چې دنیا مجموع الاضداد ده.»

ښاغلي حقاني په ناسته کې د اوسني نظام پر ملاتړ ټینګار وکړ او خبرداری ورکوي، چې د نظام ړنګېدل به په هېواد کې د یوې بلې جګړې د پیل لامل شي.

ښاغلي حقاني څرګنده کړه:«که هر څومره که یوه ولس ته په دروند قیمت باندې تمامېږي بیا به هم اسلامي نظام ته به ځان رسوي، نو که له دې نه بعد په داخل کې یو سړی دا فکر کوي چې یو بل نظام به راشي او افغانان به یې برداشت کړي له اسلام نه سوا، دا زموږ او تاسو له ۴۳ کلنې تجربې څخه لرې خبره ده.»

په دغې غونډه کې د اسلامي امارت ویاند وايي، په هېواد کې د فتنې احتمال شته دی او که مخنیوی يې ونه شي، نو سترې ننګونې به رامنځته کړي.

ذبیح الله مجاهد همداراز د امریکا لخوا پر اسلامي امارت باندې د بندیزونو د لګېدو له امله نیوکه وکړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د ټولو احتمالي فتنو انګېزې چې د نظام پر ضد، د ابادۍ پر ضد، د یووالي پر ضد، د خپلواکۍ پر ضد او زموږ د خلکو پر ضد رامنځته کېږي، د لارې پر سر دي او د دغو فتنو د رفع او د له منځه وړلو لپاره باید جدي کار وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو راهیسې له یو کال ډېر وخت کېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د امریکا له لوري بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي.

د ټول شموله حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکول هغه شرطونه دي، چې د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه