Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: د الوتکو ګزمې د دوحې هوکړې پر خلاف او د هېواد د هوايي حریم نقض دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هېواد په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر ګزمې نیوکه کوي او له واشنګټنه غواړي چې د افغانستان  فضايي حریم نقضولو ته د پای ټکی کېږدي.

امیرخان متقي د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال، له نړۍ غواړي پر امریکا فشار راوړي چې د افغانستان هوايي حریم نقض نه کړي.

هغه دغه کړنه د نړۍوالو قوانینو نقض او د دوحې د هوکړې پر خلاف ګني.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«دا د نړۍوالو قوانینو او هم د دوحې هوکړه لیک پر خلاف دي په دې هکله موږ په ځلونو له هغه پلاوي سره چې د امریکا استازی و خبرې وکړې، خبرې لرلې په ټینګار مو وویل چې له دې وروسته د افغانستان حریم باید نقض نه شي.»

امیر خان متقي په دې غونډه کې په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر ایمن الظواهري د وژل کېدو د ادعا په اړه وویل، امریکا لا تر اوسه داسې سند نه دی وړاندې کړی چې، له مخې یې د الظواهري وژل کېدل تایید کړي.

نوموړی وايي، په دې تړاو د کابل څېړنې لا هم دوام لري:«تراوسه پورې نه امریکا کوم ثبوت پېش کړی او نه هم زموږ د څېړنو تنیجې تراوسه اعلان شوي، خو زه دومره ویلای شم هغه پلاوی چې ټاکل شوی د هغوی څېړنې تراوسه پورې نه دي اعلان شوي نه دي بشپړې شوي.»

د بهرنیو چارو وزارت په ټينګار سره وايي، کابل د نورو هېوادونو پر وړاندې بې پرې او متوازن سیاست لري.

د بهرنیو چارو وزارت کونسلي رییس محمد شفیق خطیب څرګندوي:«په دې یوه کال کې موږ تقریباً درې نیم لکه، اسناد پروسس کړي دي او دا مو اجرا کړي دي او دا خدمات مو ترسره کړي دي.»

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم هم وايي:«موږ وتوانېدو چې زموږ صادرات له یو مېلیارد ډالرو څخه زیات شي چې دا د شلو کلونو په لړ کې حتا د افغانستان په تاریخ کې بې سارې دی.»

په دې وروستیو کې د هېواد په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو د ګرځېدو په تړاو راپورونه خپاره شوي دي.

په دې تړاو د کابل له پرلپسې نیوکې سره سره لا هم د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په هوايي حریم کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه