Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي د لوستو ځوانانو نیوکې

یو شمېر لوستي ځوانان په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نیوکه کوي.

دوی وايي، سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې يې زده کړې کړي، خو بيا هم وزګار دي.

عبدالله ابراهیمي چې د مخکیني حکومت د پولیسو اکاډمۍ افسر دی، وايي، د ماسترۍ تر کچې له دې اکاډمۍ څخه فارغ شوی او له ډېرو هڅو سره سره د کار په پیدا کولو نه دی بریالی شوی.

د مخکیني حکومت افسر عبدالله ابراهیمي وايي: «که چېرې د کار زمينه برابره شي، بېرته خپل مسلک ته ستانه شو، مالومه خبره ده چې موږ په هغې کې زده کړې کړي او کولای شو چې د خدمت جوګه شو او په دې برخه کې به خلکو او هېوادوالو ته خدمت وکړو.»

حکمت اله عبداله له ورته برخلیک سره مخ دی. هغه چې له ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ شوی وايي چې باید حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی حکمت‌الله دانش وايي: «امارت اسلامي نه مې غوښتنه ده چې ځوانانو ته د کار زمېنه مساعده کړي او د دې لپاره د کار زمینه ورته مساعده کړي، څو دا ځوانان له وته ونه وځي.»

له بلې خوا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وایي چې اوس‌مهال ۵۰ سلنه وګړي په دولتي او شخصي کارونو بوخت دي او د وزګارۍ د کمولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سادات وايي: «دغه نوښتونه چې اسلامي امارت دوی ته تقدیم کړي، د دې په رڼا کې ان شاءالله باسکون ژوند افغانانو ته مساعد شوی او په اینده کې هم موږ ډېرې طرحې جوړې کړي د بیکارۍ د ختمولو، د بیکارۍ د کمولو ان شاءالله افغانستان کې د دې طرحو په تطبیق سره به د بیکارۍ کچه ټېټه شي.»

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان پراختیايي ادارې په یوه راپور کې په افغانستان کې د وزګارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې و چې په تېر یوه کال کې ۷۰۰ زره دندې له منځه وړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه