Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار اوسېدونکي او زده‌کوونکي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي

د کندهار اوسېدونکي وايي، که تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړانډې د ښوونځي دروازې خلاصې نه‌شي، ښایي دا چاره د لومړنیو ټولګیو ښوونیز بهیر هم اغېزمن کړي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د کندهار اوسېدونکی شمس کامران وايي: «دوی به فکر کوي چې نور مخته تعلیم نه‌شته، تر شپږم پورې موږ حق لرو، نور مخ ته موږ ته اجازه نه‌شته؛ نو مایوسه کېږي.»

د کندهار اوسېدونکې نازنین وايي: «که چېرې موږ تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې وکړو؛ نو نه‌شو کولای چې لوړې زده‌کړې وکړو؛ نو د څه لپاره باید موږ ښوونځي ته حاضر شو؟»

ورته مهال د کندهار پوهنې ریاست مسوولین وایي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو په دې اړه د مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي.

د کندهار د پوهني ریاست سرپرست مولوي فخرالدین نقشبندي وايي: «که چېرې بالفرض د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه له خوا څخه اجازه او هدایت وشي چې د نجونو لوړو ټولګیو ښوونځي دې ازاد شي، موږ ورته پوره چمتوالی لرو.»

تمه داوه چې د نوي ښوونیز کال په پيل کې به تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړانډې هم د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو د نورو ولایتونو په څېر دلته هم تړلې پاته دي.

د یوه ښوونځي مدیره بي بي روضیه وايي: «موږ د اسلامي امارت په تمه یوو چې کله به راباندې زېری وکړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

زده کوونکې مهناز وايي: «له مشرانو مې دا غوښتنه ده چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

سره له دې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال تېږي، خو لا هم روښانه نه ده چې له زده کړو محروم دغه قشر به کله ښوونځیو ته را ګرځي.

شریک یي کړئ