په سمنګان ولایت کې امنیتي سرچینې طلوعنیوز ته تاییدوي چې د جمعې په ورځ په ایبک ښار کې یو پولیس ټرافیک د یوه زرج چلوونکي د خپلوانو له لوري چې د دې ولایت په یوه کنډک کې سرتېري دي، وهل ټکول شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې دغه پولیس ټرافیک په ایبک ښار کې یو زرنج د ټرافیکي قوانینو د نه مراعتولو له کبله درولی او وروسته د زرنج چلوونکي خپلوانو چې په کنډک کې دنده لري، دا پولیس ټرافیک وهلی ډبولی دی.
سرچینې زیاتوي، پولیسو یو کس د دې پېښې په تړاو نیولی دی.
ویل کېږي چې د دغه ټرافیک پولیس سر شدید ژوبل دی او د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوی.
په دې اړه مو اندونه