Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له کراچۍ زندانه د افغان کډوالو د خلاصون هڅې پیل شوي

کابل وايي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان په کراچۍ ښار کې د شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوالو د خوشې کولو هڅې پیل کړې دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په هڅو نن (شنبه) یو شمېر دغه افغانان خوشي شوي او پاتې نور به د جریمې له ورکړې وروسته خوشي شي.

د دې وزارت مرستیال ویاند وايي: «یو شمېر یې نن خوشې شوي او د پاتې نورو د خوشې کېدو پرېکړه به په راروانو ورځو کې تر سره شي، باید وویل شي چې له دې پېښې څخه ځینې خلک غواړي شخصي ګټه پورته کړي او د نیول شویو افغانانو په نوم چنده راټوله کړي.»

ورته مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې له څو میاشتو راهیسې د کورنۍ غړي یې د پاکستان د پولیسو له لوري نیول شوي او بندیان شوي دي.

دوی زیاتوي، دغه کسان له دې سربېره په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله جریمه شوي او دوی یې د ورکړې وس نه لري.

په پاکستان کې یو افغان کډوال وايي: «زما خو یوه مور ده، یو مې د تره زوی دی او یو مې د عمه زوی دی. دا تقریباً دوه میاشتې وشوې چې دوی یې نیولي دي.»

یو بل افغان کډوال وايي: «څلور لورګانې او یوه مې ښځه ده، دا دوه میاشتې کېږي چې موږ دې کېس (دوسیې) منډې وهي.»

د پاکستان پولیسو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰۰ ډېر افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان کړي دي. د دغو کسانو د نیولو ویډیو د روان کال د اګست په لومړیو کې خپره شوې وه.

له بلې خوا په پاکستان کې د مهاجرینو د حقونو فعالان په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب ګڼي.

په پاکستان کې یو مدني فعال نظر خوګیاڼی وايي: «په دې کې زیاتره زنانه او ماشومان دي او څه په کې نارینه دي او له دوه میاشتو نه موږ په جیل کې وو، نه مو تر اوسه پورې سفیر پوښتنه وکړه او نه کونسلر او نه راسره پیسې شته چې وکیل ونیسو.»

د شمېرو پر بنسټ، دمګړۍ شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال په پآکستان کې ژوند کوي او ډېری یې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه