Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نورالله منیر: خلک نه غواړي په اوسني وخت یې لوڼې ښوونځي ته ولاړې شي

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ارزګان ته د سفر پر مهال خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د کلتوري ستونزو له امله د نجونو ښوونځي تړلي دي او خلک نه غواړي په اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

نورالله منیر وایي، د کلتوري ستونزو له امله ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او ټینګار کوي چې د زمینې په برابرېدو سره به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.

د پوهنې وزارت سرپرست شيخ نورالله منير وویل:«که تاسې په دغه جومات کې پوښتنه وکړئ څو تنه چمتو دي چې خپلې شپاړلس کلنې لوڼې ښوونځي ته واستوي، له هغې وروسته به له ما څخه د داسې پوښتنو کولو اړتیا به نه وي. موږ او تاسو په یوې افغاني ټولنه کې ژوند کړی دی او د خلکو کلتور ټولو ته ښکاره دی.»

ورته مهال د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي که دولت ورته اجازه ورکړی، چمتو دي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

دوی پر اسلامي امارت غږ کوي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.

ارزګان کې مدني فعال جاوېد خپلواک وايي:«زه فکر کوم وزیر صاحب له کابله راغلی زموږ له خلکو استازیتوب نه شي کولای، ځکه هغه له کابله راغلی. خلک په ارزګان کې غواړي چې لوڼې یې ښوونځيو ته بېرته ستنې شي او له دې مخکې هم ښوونځيو ته تللې.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح لله مجاهد ویلي و چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د دیني عالمانو هوکړې ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه