Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت سرپرست وروستیو څرګندونو ته ګڼ غبرګونونه

د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست وروستۍ څرګندونې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او د هېوادوالو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست تېره ورځ اروزګان ته په خپل سفر کې وویل، چې خلک د کلتوري ستونزو له امله نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي و:«که ته په جومات کې پوښتنه وکړئ چې څو فیصده سپینږیري او څو فیصده خلک دې ته تیار دي چې خپله ۱۶ - ۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي، له هغې وروسته به له ما څخه د داسې پوښتنو کولو اړتیا نه وي. موږ او تاسو په یوې افغاني ټولنه کې ژوند کړی دی او د خلکو کلتور ټولو ته ښکاره دی.»

د پوهنې وزارت د سرپرست دا څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې. ځینې هېوادوال وایي چې د هېواد په هېڅ برخه کې خلک د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.

د ارزګان اوسېدونکی زبید الله وايي:«ټول افغانستان به په پنځو نفرو او لس نفرو نه حساب وو، ښايي دوه نفره او پنځه نفره او لس نفره به نه غواړي چې درس ووايي، نو د هغوی په پار د ټولو په مخه خو ښوونځي نه شو تړلای.»

د هېواد د نورو سیمو ځينې اوسېدونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د بامیان اوسېدونکی رازق وايي:«د پوهنې وزیر څرګندونې د هغه په خپله شخصي څرګندونې دي، زه د یوه پلار په توګه نه غواړم چې ماشومان او لور مې له ښوونځي بې برخې شي.»

د نیمروز اوسېدونکی نادر هم څرګنده کړه:«موږ هېڅکله د خپلو لوڼو د زده کړو او تحصیل په برخه کې ممانعت نه لرو، که هغه په دیني ښوونځیو کې وي او که دولتي ښوونځيو کې.»

د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د پوهنې د سرپرست وزیر د څرګندونو په وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښودلی دی.

د هرات اوسېدونکې شکیلا وايي:«د پوهنې وزیر ادعا کوي چې د خلکو په غوښتنه ښوونځي تړلي دي، موږ په هغو دوو ورځو کې چې ښوونځي په ازمویښتي توګه پرانیستل شوي وو، د خلکو د هرکلي شاهد وو. او له تړل کېدو وروسته دننه په هېواد او له هېواده بهر د خلکو د اعتراضونو شاهد وو»

د بلخ اوسېدونکی محمد قاسم هم زیاتوي:«موږ له لومړۍ ورځې ویلي وو چې موږ غواړو، د څه لپاره مو شاملې کړې دي، د دې لپاره خو مو نه دي شاملې کړې چې نالوستې پاتې شي.»

له بلخوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د یوناما له مرستیال مارکس پوټزل سره په کتنه کې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.

اخوا، د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په هېواد کې د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د منلو وړ نه بولي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«د دې ناسمې او ظالمانه پالیسۍ د دوام لپاره هېڅ توجیه نشته، نه کلتوري، نه دیني او نه هم لوژستیکي. یوازې یو بدبینانه سیاست چې د افغان نجونو هیلو او توانمنیو ته زیان رسوي او افغانستان د بې وزلۍ او ناهیلۍ په لور بیایي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پکتیا ولایت د ځایي مسوولانو او خلکو لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شول؛ خو څو ورځې وروسته دغه ښوونځي بېرته د اسلامي امارت له خوا وتړل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه