Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایډن:له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د سپټمبر۱۱بریدونو مسوولان وڅارل شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د دغه هېواد دولت به د هغو کسانو څارلو ته دوام ورکړي چې د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو مسوول وو.

ښاغلی بایډن  د سپټمبر د یولسمې د برید د قربانیانو د یووېشتمې کلیزې په یادغونډه کې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ته په نغوتې سره وایي، چې دوی پر امریکا د بل برید د مخنیوي لپاره ژمن دي.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن زیاتوي:«د سږکال په اوړي کې مو پر الظواهري د برید اجازه ورکړه. هغه د سپټمبر د یولسمې د برید پرمهال د بن لادن مرستیال و او د القاعدې له مشرانو و. موږ کرار نه پاتې کېږو. موږ به هېڅکله دا پېښه هېره نه کړو. موږ به هېڅکله تسلیم نه شوو.»

بل خوا د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان جنرال کنټ مک کنیزي له سي بي اس نیوز سره په مرکه کې وایي، چې اوس مهال امریکا پر افغانستان محدود څار لري.

ښاغلی کینزي څرګندوي:«فکر کوم موږ اوس ډېره محدوده وړتیا لرو، چې پر افغانستان نظارت وکړو. د اطلاعاتو هغه وړتیا چې له وتلو مخکې موږ لرله اوس یې یوازې دوه یا درې سلنه لرو. په افغانستان کې زموږ ګټې د القاعدې د بیا تاسیس او زموږ او زموږ د متحدانو د خاورې پر وړاندې د القاعدې او داعش د بریدونو مخنیوی دی. یقناً چې دغه وړتیا په پراخه توګه کمه شوې ده.»

د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
 
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل:«که چېرې په افغانستان کې تر دې کچې ترهګر پیدا شي چې امریکا ته زیان ورسوي، امریکا د پاکستان له همکارۍ برخمنه ده.»

آزاد خبریال سمیع یوسفزی هم څرګنده کړه:«القاعده په ډله ییزه او جبهه يي توګه شتون نه لري، البته له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د القاعده تګ راتګه شته.»

بل خوا کابل یوځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې نه به د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه شي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د دې ادعاګانې چې ګواکې د افغانستان له خاورې د هغوی خاورې او ګټو ته ګواښ متوجه دی، بې ځایه ګڼوو.»

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پر سهار څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتول شوې چې له دې منځه دوې الوتکې په نیویارک کې له آسمانڅکو ودانیو سره وجنګول شوې. د رپوټونو له مخې، په دې پېښه کې نږدې درې زره امریکایي وګړي ووژل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه