Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونیسیف: بریټانیا له افغانستان سره ۲۴ مېلیون پونډه مرسته کوي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، بریټانیا له افغانستان سره د ماشومانو او ښځو د ملاتړ لپاره ۲۴ میلیونه پونډه مرسته کوي.

د بريټانيا په دې مرستو سره به په افغانستان کې يو ميليون او شپږ سوه زره ماشومانو ته د خوراکي توکو، د څښاک اوبه او د پاملرنې نورې اسانتياوې برابرې شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق استازی ټینګار کوي چې دا پیسې به په افغانستان کې د زیانمنونکو هلکانو، ښځو او نجونو د اړتیاوو پر برابرولو ولګول شي.

یاد صندوق ویلي: «دا بودیجه همداراز یونیسف ته دا وړتیا ورکوي چې د څه د پاسه اوه سوه زره ماشومانو د تغذیې وضعیت ښه کړي، د څه باندې ۳۵۰ زره لپاره روغتیايي پوهاوی او همداراز د رواني روغتیا او ناچاودو توکو د خطر په ګډون د خوندیتوب مهمو خدماتو ته لاسرسی ورته برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې یو شمېر ماشومان د ډوډۍ پیدا کولو لپاره درانه کارونه کوي.

یوولس کلن مرتضی چې د کابل ښار په یوې برخه کې د بوټانو په رنګولو بوخت دی وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره له دې لارې یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کوي او له دې امله له زده کړو بې برخې پاتې شوی دی.

نوموړي طلوع‌نیوز ته وايي: «پلار مې کار نه کوي، ملا یې درد کوي، که زه کار و نه‌کړم په کور کې د کار کولو نور څوک نه‌شته.»

یو بل ماشوم عنایت وايي: «زموږ په کور کې دوه کسان کار کوي، نور څوک نه‌شته چې کار وکړي.»

له بلې خوا د ښځو د حقونو فعالینې وایي چې باید نړیوالې مرستې د ښځو د ځان بسیاینې په برخه کې ولګول شي.

د ښځو د حقونو فعاله طاهره ناصري وايي: «دا مرستې څه ډول کېږي او څه په افغانستان کې خلکو ته رسول کېږي، ایا د بریټانیا حکومت د دې لپاره کوم ځانګړی پلاوی افغانستان ته استوي، څو دا بهیر وڅاري.»

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ بنسټ ویلي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په افغانستان کې ۱۲،۹ میلیونه اړمنو ماشومانو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه