نن (پنجشنبه) د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د ازبکستان په کوربهتوب په سمرقند کې پیل شوه. په دې غونډه کې د روسیې، چین او ایران په ګډون د پنځلسو هېوادونو مشرانو ګډون کړی.
که څه هم پهدې غونډه کې اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړل شوې، خو تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.
په ورته مهال یو شمېر کارپوهان پهدې باور دي چې دې غونډې ته د سرپرست حکومت د نه رابللو لامل د اسلامي امارت د چارواکو د سفر د معافیت پای ته رسېدل دي.
د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا وايي: «درې بنسټیزې موخې لري چې درې واړه موخې یې د افغانستان له ملي ګټو سره اړیکه لري، لومړی د سیمې هېوادونو تر منځ انسجام، دویم له سیمې د ناټو او امریکا نفوذ ټولول، درېیم د انډول برابرول.»
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای په امنیتي، سیاسي او اقتصادي غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کاوه؛ خو دا دویم پرلپسې کال دی چې، دغې سیمه ییزې غونډې ته د افغانستان استازي نه بلل کېږي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «د شانګهای همکاریو سازمان غړي له طالبانو سره د تعامل غوښتوونکي دي او هڅه کوي چې تر شوني بریده کابل د لوېديځ له محوره لرې کړي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالله راغي وايي: « د شانګهای همکاریو سازمان ته نه بلل د طالبانو په رسمیت نه پېژندل دي. طالبانو د نړۍ پر شرایطو عمل نهدی کړی.»
تر دې مخکې د ازبېکستان ولسمشر او د شانګهای سازمان دوره یي مشر د دغې غونډې له جوړېدو مخکې افغانستان د شانګهای سازمان د نه جلا کېدونکې برخې په توګه یاد کړی وو.
له بلې خوا اسلامي امارت بیا د ازبېکستان د ولسمشر دغه دریځ دوستانه بللی دی.
نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي: «د افغانستان په اړه د ازبیکستان د محترم ولسمشر ښاغلي شوکت میرضايوف موقف ګیرۍ دوستانه او دلسوزانه ده. اسلامي امارت د ازبیکستان له دغه موقف څخه ستاینه کوي او د دواوړ وروڼو هېوادونو د ښه با اعتماده، ارام او با ثباته راتلونکي نښه یې بولي.»
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: «افغانان او افغانستان هیله لري چې دا مهم، اقتصادي او امنیتي کنفرانس له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې مرسته وکړي او په لویه کې په سیمه کې د امریکا د بېثباتۍ سیاستونه مهار کړای شي.»
په دې غونډه کې به له نورو مسایلو سربېره له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د دوام پر څرنګوالي او همداراز امنیتي مسایلو خبرې وشي.
چین ، روسیه ، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبیکستان، پاکستان، هند او ایران د شانګهای د همکاریو سازمان غړي او افغانستان، بلاروس او مغولستان یې بیا ناظر غړي دي.
په دې اړه مو اندونه