Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ایران څخه د افغانانو په زوره ویستلو لړۍ لا هم دوام لري

له ایران څخه د افغان کډوالو په زوره ویستلو په دوام، د کډوالو چارو وزارت مسوولان وايي، په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته را اړول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې وزارت سرپرست د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې د ایران له سفیر سره په لېدنه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د مهاجرينو چارو وزارت مطبوعاتي غړی باسط انصاري وايي: «د افغانستان له لوري، چې د مهاجرينو چارو وزير په دې ملاقات کې حضور درلود، تاکيد وشو، چې زمونږ د هغو وطنوالو لپاره  چې بېرته راځي، زمونږ ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران د افغانستان په داخل کې د دوی لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري وکړي.»

په کابل کې د ایران سفیر وايي، چې هره ورځ شاوخوا شپږ زره افغانان ایران ته داخلیږي.

ورته مهال شاوخوا شل کاله يې په ايران کې ژوند کړی او له لس ځلو زيات په قاچاقي لارو تللی او راغلی دی. د ميرعلي په وينا، څو ځله په جبري توګه هم له ايران څخه ويستل شوی دی.

د بدخشان اوسېدونکی ميرعلي وايي: «څلور کاله هلته پاتې شوی یم، پنځه کاله پاتې شوی، بېرته دلته راغلی یم، ورځ مې نه‌ده تېره شوې. اوس بېرته هلته ځم، خو ورځ مو نه تېرېږي. بيا مو راشړي او بيا ځو. دلته هم کار او مزدوري نه‌شته.»

د بدخشان اوسېدونکی لعل محمد وايي: «زه درې ځله ايران ته تللی يم، يو ځل بېرته په زور رالېږل شوی يم. د مجبورۍ او د کار د نه شتون له امله ځم.»

د مهاجرينو د حقوقو فعالان هم په ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت او له دې هېواده د هغوئ د اجباري اخراج په اړه اندېښمن دي.

په ایران کې د مهاجرينو د حقوقو فعاله اصفه وايي: «د سرشمېرنې د طرحې له بشپړېدو وروسته په ايران کې د مهاجرینو د جبري ويستلو لړۍ بيا ځلي پيل شوې ده، چې دې کار مهاجرين له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.»

په کابل کې د ايران سفير وايي، هره ورځ په تقريبي ډول ۳ زره افغانان په غیر قانوني او همدومره شمېر يې په ويزو ايران ته داخليږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه