د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې سوله او ثبات د دې سازمان له لومړیتوبونو څخه ګڼي.
ورته مهال د ایران ولسمشر پهدې ناسته کې په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر زیاتوي چې په ټولو په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیا او بشري حقونو په برخو کې باید د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغان ولس ملاتړ وشي.
پهدې غونډه کې د ازبکستان ولسمشر او د دغه سازمان دورهيي مشر په افغانستان کې د سولې رامنځته کېدل او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت له ښه کېدو ملاتړ د دغه سازمان له لومړیتوبونو ګڼي.
د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي: «موږ د ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون د هغو نړيوالو ژمنو د عملي کېدو په تړاو چې تر دې وړاندې د افغانستان لنډمهالي حکومت منلې دي، له کابل سره د رغنده اړیکو د پراختیا پلوي یو.»
ښاغلی میرضیایف د بندیزونو د لګولو او د افغانستان د سرپرست حکومت د انزوا سیاست په افغانستان کې دننه د افراط پالنې د زیاتېدو لامل بولي او وایي،چې دغه کار به افغانستان د ترهګریزو سازمانونو د فعالیت پر مرکز بدل کړي.
بل خوا په دې غونډه کې یو شمېر ګاونډي هېوادونه هم د افغانستان د اوسني کړکیچ حل لاره د ټولو قومونو په ګدون د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړېدو کې بولي او ټینګار یې دا دی چې له دې پرته بله لار نهشته.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي: «د ایران اسلامي جمهوریت پهدې باور دی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د ټول شموله حکومت له رامنځته کېدو پرته بله حل لاره نهشته چې د ټولو توکمیزو او مذهبي ډلو په ګډون باید له واقعي بین الافغاني خبرو اترو څخه کار واخیستل شي، د افغانستان او سوریې له تجربو باید عبرت واخیستل شي.»
له ترهګرۍ سره د مبارزې د سیمه ییزې ادارې مدیر روسلان میرضیایف وايي: «د متحدانو له هڅو سره سره، په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او د پراخو ترهګریزو بریدونو احتمال شته. د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره موږ د افغانسان پروړاندې یوې سټراټېزېکې طرحې ته اړتیا لرو.»
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: «موږ باید په ګډه کار وکړو او په ټولو برخو په ځانګړې توګه د ښوونې، روغتیا او بشري حقونو په برخه کې د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره له ټولو نوښتونو ملاتړ وکړو. که دا ځل افغانستان له پامه وغورځوو، دا به یوه لویه تېروتنه وي.»
په دې غونډه کې وړاندیز وشو چې د ترمز په سرحدي ښار کې دې د لېږد رالېږد او تداکارتو د شته مرکز په څېر له عصري بیخ بنسټونو نه په ګټې اخېستو د افغانستان د بشري ملاتړ لپاره په ګډه یو صندوق جوړ شي.
د دغه وړاندیز پر بنسټ، د دغه صندوق پیسې به په هېواد کې د ټولنیز ناورین حل کېدو، د ځوانانو د روزنیزو پروګرامونو پلي کېدو او روغتایي پروژو ته ځانګړې کړای شي.
د نړۍوالو چارو شنونکی جاوید سنگدل وايي: «تر څو پورې چې د افغانستان رهبران او هغه کسان چې په قدرت کې دي، کورنۍ ستونزې منسجمې نهکړي او خپله کمزوري په ځواک بدله نهکړي، د سیمې دا هېوادونه د خپلو ګټو لپاره ترې ګټه پورته کوي.»
که څه هم افغان سرپرست حکومت له روسیې او چین سره ښې اړېکې لري، خو دې غونډې ته د افغانستان هېڅ استازی نه و بللی شوی.
پرون (پنجشنبه) د شانګهای همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه د ازبکستان په کوربهتوب په سمرقند کې پیل شوه.
په دې اړه مو اندونه