Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو یو کال بشپړ شو

نن (یک‌شنبه) په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو یو کال بشپړ شو چې په اړه یې بېلابېل غبرګونونه څرګند شوي.

په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د یو کال بشپړېدو په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش غبرګون څرګند کړی دی.

ښاغلي ګوټېرېش پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د یوه کال علم او فرصت له لاسه وتل به هېڅ‌کله بېرته تر لاسه نه‌شي. طالبان باید هغوی ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته لاړې شي.»

د اسلامي امارت د سږ ښوونیز کال په لومړۍ ورځ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې وتړل او د دې چارې مسوولیت یې یوې کمېټې ته وسپاره چې په خبره یې د اسلامي امارت مشرتابه به په‌دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د یوې خپرې کړې اعلامیې له لارې یو ځل بیا له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرست مارکس پوټزل په‌دې اړه زیاته کړې: «دا یوه غمجنه، د شرم وړ او په بشپړه توګه د مخنیوي وړ کلیزه ده.»

په‌دې اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې، له زده‌کړو محرومیت د نجونو او ښځو تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

د یوناما د اعلامیې په یوې بله برخه کې همداراز راغلي: «ملګري ملتونه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې د افغان ښځو او نجونو له اساسي حقونو او ازادیو څخه د محرومیت د یو لړ هغو اقداماتو څخه په شا شي چې دوی تر سره کړي دي.»

څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت سرپرت نور الله منیر روزګان ولایت ته د سفر پر مهال رسنیو ته ویلي وو چې په‌دې ولایت کې د لرې پرتو سیمو خلک حاضر نه‌دي چې خپلې شپاړلس کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي او زیاته کړې یې وه چې دوی په‌دې برخه کې کلتور په پام کې نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیا ولایت کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو مدیرانو او مسوولانو د پوهنې وزارت له لارښوونې پرته د نجونو ښوونځي پرانیستي وو، خو یو ځل بیا وتړل شول چې په غبرګون کې یې په‌دې ولایت کې یو شمېر نجونو زده‌کوونکو لاریون وکړ.

یوناما د یوې خپرې کړې اعلامیې له لارې یو ځل بیا له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه