Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو له امله پر سرپرست حکومت نیوکې

هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو له یو کلن کېدو سره هم مهاله، له زده کړو د نجونو د محرومیت له امله پر سرپرست حکومت توندې نیوکې شوې دي.

د دغو غبرګونونو په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال په تېره یوه کال کې د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو له امله پر طالبانو نیوکه کړې او دغه کار یې د ټولو لپاره د شرم وړ بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي:«په یو ویشتمه پېړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې په کې ښوونځيو ته له تلو منعه شوي دي. پوره یو کال وشو چې نجونې له خپلو هیلو او راتلونکې محرومې دي. موږ ټول نه یوازې دا چې مسوول یو بلکې باید وشرمېږو.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین هم څرګندوي:«د یوه هېواد په ښوونیز او تعلیمي نظام کې یو کال د یوه عمر په توګه ګڼل کېږي او باید ومنو چې په افغانستان کې واکمن ځواک، له هر ډول شرعي، منطقي او قانوني دلیل پرته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د عمر یو کال یې له منځه یوړ.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پر خپل ټوټېر د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو توند غبرګون ښودلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل:«په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی، چې ښوونځي یې د نجونو پر مخ تړلي دي. په داسې هېواد کې چې بشري مرستو ته اړ دی او له بې وزلۍ خلاصېدو او ځانبسیاینې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره تحصیل کړي انساني ځواک ته اړتیا لري، له زده کړو او تحصیل نه د نجونو محرومیت د هېواد له راتلونکې سره ظلم او ملي خیانت دی.»

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، چې طالبان باید د ښځو حقونه تامین کړي او د نجونو ښوونځي پرانېزي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ وايي:«زه په خپل راپور کې جدي وړاندیزونه لرم، یوازې یو نه بلکې ډېر دي. غواړم دوو ټکو ته اشاره وکړم. یو یې د تعامل دوام دی او تکراروم چې په دې برخه کې د ټولو بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو پراختیا ته اړتیا ده. باید ووایم چې نړۍوال په پراخه توګه د افغان ښځو او د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو ملاتړ کوي. دا یوازینی کار نه دی چې ترسره کوو یې بلکې مهمه برخه یې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي دي، چې د نجونو ښوونځي د کلتوري مسایلو له امله تړلي دي او خلک نه غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي. خلکو  د دغو خبرو پر وړاندې پراخ غبرګونونه وښودل او د هغه ادعا یې رد کړه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه