Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جبل السراج له شاهي ماڼۍ د پوځي اډې په توګه کارولو اندېښنې راپارولي

د پروان سیمه ییز مسوولین تاییدوي چې د جبل السراج له شاهي ماڼۍ لا هم د پوځي اډې په توګه کار اخیستل کېږي.

په همدې حال د پروان امنیه قومندان وایي، چې د ملي دفاع وزارت د پوځیانو لپاره یې ځانګړی ځای په پام کې نیولی او ژر به ځواکونه له جبل السراج شاهي ماڼۍ وباسي.

 د پروان امنیه قومندان مولوي عزیزالله عمر په دې هکله وايي:«د دفاع وزارت ځواکونو ته تاسیسات د جوړېدو په حال کې دي او هوډ لرو چې ورته بدیل ځای پیدا کړو او دا ځای تخلیه کړو.»

بل خوا د پروان یو شمېر فرهنګپالان د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د دغې تاریخي ماڼۍ ځینو برخو زیان لیدلی دی.

شاعر او لیکوال عایل شبروز وویل:«کله چې جنګي ځواکونه یا عسکري قطعې دلته وي، له هغې ساتنه او مراقبت به ستونزمن کار وي او شونې ده ژر ویجاړ شي او بیاځلې د هغه رغول به ستونزمن کار وي.»

د پوهنتون استاد محمد صابر سروري هم څرګندوي:«تاریخي اثار همدارنګه چې له نامه یې څرګنده ده په خپله د تاریخ ویونکې ژبه ده.»

د جبل السراج شاهي ارګ د جمهوریت پر مهال د ۱۲مېلیونه افغانیو په ارزښت ورغېده. د پروان سیمه ییز مسوولین مني چې له یوه کال راهیسې له دغه تاریخي ماڼۍ د پوځي هډې په توګه کار اخیستل کېږي.

ورته مهال د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، لا تر اوسه دغه ماڼۍ په رسمي توګه دوی ته نه ده سپارل شوې.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس الرحمن صدیقي وايي:«موږ ته یې وویل چې ماڼۍ ته یو مکتوب او وړاندیز واستوو چې د جبل السراج تاریخي ماڼۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته تسلیم کړي؛ خو موږ تراوسه تسلیم شوي نه یوو.»

د پروان سیمه ییزو مسوولینو په وینا، د جبل السراج شاهي ماڼۍ په ۳۶ جریبه ځمکه کې جوړه شوې چې ۱۵۰ خونې او اته دروازې لري چې د تیموریانو او غوریانو د معمارۍ په بڼه رغېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه