Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د انټرنېټ له کیفیت او بیې څخه د هېوادوالو نارضایتي

یو شمیر کابل مېشتي له ټیټو انټرنېټي خدمتونو شکایت کوي او وایي، سره له دې چې د انټرنېټ بیه لوړه ده، خو د تېر پرتله یې فعالیت کمزوری شوی دی.

کابل ښاریان له مسوولینو غواړي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د انټرنېټي او مخابراتي کڅوړو بیه ټیټه کړي.

د کابل اوسېدونکی محمد نسیم وايي:«په افغانستان کې د انټرنېټ بیه پنځوس تر شپېتو برابره لوړ دی. د دولت له خوا ولې نه کنټرولېږي، ولې د مخابراتو وزارت له خوا نه کنټرولېږي.»

له بلخوا یو شمېر محصلین وایي چې د انټرنېټ د بیې د لوړوالي او د ټیټ کیفیت له امله خپل درسي مواد له انټرنېټه نه شي برابرولای.

زده کړیال عبدالقادر وویل:«هغه سرچینې چې موږ یې په پوهنتون کې وایوو هغه انټرنېټ ته زښت زیات اړتیا لري چې له هغه معلومات راټول کړو چې له بده مرغه هم لوړه بیه لري او هم ټیټ سرعت لري.»

اخوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وایي چې له دې مخکې یو ګیګا بایټ انټرنیټ ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس ۱۱۰ افغانیو ته راکم شوی.

د دغه وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې نوري فایبر شبکې ته د ولایتونو له نښلولو به د انټرنېټ سرعت هم زیات شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی څرګندوي:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د انټرنېټ او مکالمې بیې ټيټې کړې دي هېڅ مخابراتي شبکه نه شي کولای چې له ۱۱۰ افغانیو پورته انټرنېټ وپلوري.»

د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک انټرنېټ او مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري او په لرې پرتو ولسوالیو کې دا خدمات کم او خلک له ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه