Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال: هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی

له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار د سې شنبې په ورځ وویل چې په هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی او په تېر یوه کال کې د کوکنارو ۷۸.۴ هکتاره کروندې له منځه وړل شوي دي.

عبدالحق همکار زیاتوي، په تېر یوه کال کې يې ۷۸ هکتاره د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې دي او له دوه زره ډېر د نشه يي توکو قاچاقبران يې نیولي دي.

د نوموړي په خبره، د تېر یو کال په جریان کې يې له ۴۸ زره زیات په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره ځانګړو شویو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال د سه شنبې په ورځ د دې بنسټ د یو کلنو کړنو په اړه د راپور ورکولو پرمهال وویل چې په تېر یوه کال کې ۷۸،۴ هکتاره د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې او په هېواد کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال ملاعبدالحق همکار څرګنده کړه:«کوکنارو او چرسو ځمکې محوه شوې ځمکې ۷۸،۴ هکتاره دا په دې یوه کال کې زموږ فعالیت دی چې موږ د مواد مخدرو په هکله کړی دی.»

په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال زیاتوي، په دې موده کې دوه زره او ۹۵ د نشه يي توکو لوی او کوچني قاچاق کوونکي نیول شوي او همداراز د نشه يي توکو د تولید ۲۸ کارخونې کشف او تړل شوې دي.

ښاغلي همکار زیاتوي:«مکمل مظنونین او هغه کسان چې عملاً په کار باندې اخته ول دې کې قاچاقبران دي، په دې کې نور هغه کسان دي چې په دې عملاً کار يې کاوو موږ نیولي دي ۲۰۹۵ کسان دي."

له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولان وايي چې تېر کال یې څه د پاسه ۴۸ زره په نشه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت په وینا، په ۱۴۰۱ کال هجري لمریز کال کې له نشه يي توکو سره مبارزه له بریاوو ډکه وه او دا بهیر روان دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي وايي:«دوې برنامې لرو په سیمه ییزو همکاریو او له سیمه ییزو همکاریو بهر دي. او له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د نړۍوال کنفرانس جوړول دي."

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د روان هجري لمریز کال په لومړیو کې د يوه راپور په خپرولو افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد بللی و. خو وروسته د اسلامي امارت مشر په هېواد کې نشه يي توکو کښت او تولید منع اعلان کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه