د اسلامي امارت چارواکي وايي چې له کابل ښاره یې څه باندې اوه زره سوالګر راټول کړي دي چې د بایومېتریک له بهیر وروسته به مرستې ترلاسه کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې تر اوسه یې تر اوو زرو زیات سوالګر راټول شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر د ریاست سرپرست شرف الدین شرف وویل:«اوه زره ۴۰۰ سوالګر مو راټول کړي دي چې د هغوی له منځه ۲۴۶۲ تنه یې احتمالي سوالګر دي او پاتې نور مستحق دي.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یوه طرحه چمتو کړې ده،چې له مخې به یې د کابل ښار سوالګر راټول کړای شي.
د کابل د یوې حوزې مسوول وایي، چې هره ورځ سوالګر له پېژندنې وروسته امنیه قومندانۍ ته استول کېږي.
د کابل د یوولسمې حوزې آمر نصیر احمد احمدي وايي:«د قومندانۍ له لوري پر موږ او ټولو حوزو باندې امر شوی دی چې د ورځې تر ۲۰ سوالګر راټول او بادام باغ ته یې راولئ هغه سوالګر راولئ چې مستحق دي.»
بل خوا د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز خبرداری ورکوي که چېرې سودالګر له بایومېټریک وروسته بېرته سوالګرۍ ته مخه کړي، نو مجازات به شي.
یو شمېر سوالګر له سرپرست حکومته غواړي، چې مرسته ورسره وکړي.
یو سوالګر وايي:«الله دې خیر ورکړي له موږ سره مرسته کوي موږ راضي یوو موږ ته ډوډۍ او نفقه پیدا کېږي.»
تر دې وړ اندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې، پر مستحقو سوالګرو د نغدي مرستو د وېش بهیر پېل کړی دی او تر اوسه له سلګونه سوالګر سره مرسته شوې ده.