Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوې ګومارنې؛ نورالله منیر له پوهنې وزارت څخه ګوښه کړل شو

د اسلامي امارت ویاند د سې شنبې په ورځ ناوخته د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ سرپرستې کابینه کې له نویو ګومارنو خبر ورکړ.

په دغه حکم کې، د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ګوښه کړل شوی او د مرکزي دارالافتا رییس ګومارل شوی دی.

د کندهار د علماوو شورا رییس مولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

نورالله منیر په داسې حال کې له پوهنې وزارت څخه لرې کړل شوی دی چې څو ورځې مخکې په یوه ولایتي سفر کې، ویلي یې و، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي او خلک نه غواړي چې نجونې یې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د اسلامي امارت د مشر په حکم کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي، د پنجشېر د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی او د پنجشېر پخوانی والي ملا شعیب اخوند د لوګر والي ګومارل شوی دی.

ورته مهال رویټرز په یوه رپوټ کې لیکلي دي څو سرچینو دغه خبري اژانس ته تایید کړې په هغې غونډه کې چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه ځينو سرپرست وزیرانو ګډون کړی وو.

خو اسلامي امارت تراوسه په رسمي توګه د دغې غونډې د ترسراوي پخلی نه دی کړی.

د اسلامي امارت د مشر په حکم کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمد حسن هاشمي، د پنجشېر د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی او د پنجشېر پخوانی والي ملا شعیب اخوند د لوګر والي ګومارل شوی دی.

Thumbnail

د اسلامي امارت ویاند د سې شنبې په ورځ ناوخته د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ سرپرستې کابینه کې له نویو ګومارنو خبر ورکړ.

په دغه حکم کې، د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ګوښه کړل شوی او د مرکزي دارالافتا رییس ګومارل شوی دی.

د کندهار د علماوو شورا رییس مولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

نورالله منیر په داسې حال کې له پوهنې وزارت څخه لرې کړل شوی دی چې څو ورځې مخکې په یوه ولایتي سفر کې، ویلي یې و، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي او خلک نه غواړي چې نجونې یې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د اسلامي امارت د مشر په حکم کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي، د پنجشېر د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی او د پنجشېر پخوانی والي ملا شعیب اخوند د لوګر والي ګومارل شوی دی.

ورته مهال رویټرز په یوه رپوټ کې لیکلي دي څو سرچینو دغه خبري اژانس ته تایید کړې په هغې غونډه کې چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه ځينو سرپرست وزیرانو ګډون کړی وو.

خو اسلامي امارت تراوسه په رسمي توګه د دغې غونډې د ترسراوي پخلی نه دی کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه