Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو پر تړلو پاتې کېدو د امریکا بهرنیو چارو وزیر نیوکه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن د ملګرو ملتونو د اسامبلې په څنډه کې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتې کېدو نیوکه کوي او وايي چې اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته، نجونې یې ښوونځي ته له تګه منع کړې.

نوموړی د اسلامي امارت له لوري  پر ښځو لګول شویو بندیزونو هم نیوکه کوي. 

ښاغلي بلېنکن وویل:«طالبانو د ښځو د ګرځېدو ازادي رد کړې ده. هغوی له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې ښوونځيو ته له تګه منعه کړې دي. هغوی ښځې له کاره هم منعه کړې دي.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اروین وايي:«د هرې ورځې په تېرېدو سره د نجونو د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په هکله اندېښنې زیاتېږي او واکمن ځواک د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې او په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو ویجاړونکو زیانونو ته کوچنۍ پاملرنه هم نه کوي.»

له بل لوري په کابل کې د سولې د نړۍوالې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې له اسلامي امارته وغوښتل شول چې، ژر تر ژره د نجونو متوسطې او لېسې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

ګډون واله شازیه څرګندوي:«زده کړې د ټولنې د پرختګ او پراختیا لپاره اغېزمن اوزار ګڼل کېږي، زموږ د ټولنې پرمختګ او پراختیا په انساني ځواک پورې تړلې ده.»

له دې سره سم یو شمېر نجونې زده کوونکې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي او وايي چې، له زده کړو په محرومېدو سره به روښانه راتلونکې ونه لري.

زده کوونکې نادیه وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي بېرته پرانیزي، ځکه زده کوونکي ناهیلي شوي او خپله انګېزه یې له لاسه ورکړې ده.»

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځيو له تړل پاتې کېدو څه باندې یو کال تېر شو او لا هم روښانه نه ده چې، د پوهنې وزارت دغه نوی سرپرست به د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانېستنې په تړاو څه پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه