Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره د واشنګټن نوې طرحه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مېرمنو د ملاتړ لپاره نوې طرحه اعلان کړه.

د دغې طرحې له مخې، په راتلونکو کلونو کې به کابو یو مېلیون افغان ښځې او نجونې د خصوصي او مدني ټولنې په برخو کې وروزل شي.

دا طرحه به د امریکا د بوسټون پوهنتون په همکارۍ عملي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:«دا یو خصوصي عامه مشارکت دی چې زده کړو ته د لاسرسي، کاري فرصتونو په برابرولو او په افغانستان کې او نورو هېوادونو کې له سوداګرو مېرمنو د ملاتړ په برخو کې مرسته کوي، زه نه وایم چې دا ساده کار دی، هغو محدودیتونو ته په پام سره چې د طالبانو له خوا لګول شوي، دا به ګران کار وي. خو موږ ژمن یوو چې په افغانستان کې ښځو ته په خوندي توګه دا ملاتړ برابر کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هغه ناسته کې چې په همدې موخه د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلي د غونډې په څنډه کې ترسره شوه، وایي چې دوه زره افغان مېرمنې به په لومړي پړاو کې په دې طرحه کې شاملې شي.

ښاغلي بلېنکن زیاتوي:«له پاد کمپنۍ سره په ګډه چې د امریکا د ټکنالوژۍ یوه کمپنۍ ده، د افغانستان د یو مېلیون ښځو او نجونو د روزنې نوښت پروګرام دا طرحه به پیل کړي. دا پروګرام به له پاد سره مرسته وکړي چې په لومړي سر کې له لرې د دوه زره افغان مېرمنو لپاره د مسلکي زده کړو خدمات وړاندې کړي.»

له بلخوا، یو شمېر مېرمنې دا ډول پروګرامونه د افغان ښځو د اقتصاد په وده کې ګټور بولي او وایي چې په اوسني وخت کې په هېواد کې ډېری مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

مدني فعاله منیژه ناصري وايي:«د نجونو لپاره دې دا ډول پروګرامونه دې پيل شي. په ډاډ سره چې هغوی کولای شي ډېره وده وکړي لکه څرنګه چې موږ او تاسې پوهېږو چې مېرمنې د ټولنې نیمه طبقه جوړوي.»

مدني فعالې حسنا رسولي هم وویل:«په دې وروستیو کې وینوو چې نجونې ډېر زیان کړی دی. یعنې د زده کړو له حقه لرې پاتې دي. خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي. یعنې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي.»

له بلخوا، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولینې وايي چې په اوسني وخت کې څه د پاسه څلور زره مېرمنو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرسته رویا حافظي څرګندوي:«هغه نجونې چې په افغانستان کې ژوند کوي، د تحولاتو له راتګ سره له یو لړ بندیزونه پرې لګول شوي. البته دې ته په پام سره چې ډېری ښځې دولتي او حکومتي ادارو ته د کار لپاره تلای نه شي او همدارنګه بلخوا نجونې دي چې ښوونځي ته تلای نه شي.»

په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې د شمېرو له مخې، څه د پاسه ۵۰ زره مېرمنو په غیر رسمي او دوه زره او ۵۰۰ نورو په رسمي توګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده چې اوس مهال یو شمېر دغو مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه