د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یو راپور کې د افغانستان په ګډون په ۱۹ هېوادونو کې د اقتصادي بحران په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې په افغانستان، ایتوپیا، نایجریا، سویلي سوډان، سومالیا او یمن کې نږدې یو میلیون وګړي له قحطۍ څخه کړیږي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه هېوادونه به د روان کال له اکټوبره د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې د لوږې په تر ټولو لوړه کچه کې وي.
د دې راپو په یوې برخه کې راغلي: «دمګړۍ په ټول افغانستان کې ۱۹ میلیونه کسان د خوړو له نه مصونیت سره مخ دي. په دې کې هغه ۶ میلیونه کسان هم شامل دي چې، نپوهېږي بل وخت ډوډۍ به یې له کومه شي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ۷۷یمه غونډه کې د نړۍ ډېریو مشرانو په نړۍ کې د لوږې او د خوړو د نه مصونیت په تړاو څرګندونې وکړې.
ورته مهال د فرانسې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي، چې افغانستان له بشري ناورین او سختې قحطۍ مخ دی.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون څرګندوي: «راځئ چې، سومالیا، یمن، سوډان او افغانستان ته وګورو چې پهکې لوږه ډېره شوې ده. د خوړو بحران په ټولو ځایونو کې ډېر شوی او بې وزلي ډېر ځپي.»
له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل ټویټر پاڼه له افغانستانه پر اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توما وېسټ وايي: «خوشحاله یم چې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په څنډه کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو خدماتو له عمومي منشي استیفانو سنینو سره مې ولیدل. موږ د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو لپاره له افغان ولسه د اروپايي ټولنې او امریکا د ملاتړ، د بشري حقونو د رعایتېدو او د افغانانو تر منځ د خبرو په تړاو بحث وکړ.»
له دې سره سم، اقتصاد وزارت بیا وروستۍ وچکالۍ، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، د هېواد پر بانکونو د محدودیتونو وضعه کېدل او د نړۍوالو مرستو پرې کېدل په هېواد کې د اقتصادي ناورین مهم لاملونه ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «د اقتصاد وزارت د هېواد د هوساینې او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د هېواد اقتصادي وضعیت په مسلکي او هر اړخیز توګه څېړلی او له اړوند وزارتونو سره په همغږۍ ګڼ شمېر پلانونه او پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي وو، د روان زیږیز کال تر پایه به ۲۴ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په دې اړه مو اندونه