Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان جومات چاودنه؛ اووه کسان وژل شوي ۴۱ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، نن (جمعه) له غرمې وروسته د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند وزیر محمد اکبر خان جومات مخ ته چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د کابل ښار وزیر محمد اکبرخان جامع جومات مخ ته چاودنه کې ۷ عام وګړي وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «چاودنه په یو موټر کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې له بده مرغه زموږ ۷ تنه عام هېوادوال پکې شهیدان او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان شوي.»

دا پېښه داسې مهال رامنځ‌ته شوې چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د وتلو په حال کې وو.

د دې پېښې عیني شاهدان وايي: «چې کله چاودنه وشوه. زه له مسجد څخه بېرون وم. بيا ورغلم، زخميان پراته وو، ماشومان وو.»

یو بل عيني شاهد زیاتوي: «زه چې کله ورغلم، انفجار چې وو، موټر بم وو، يو کرولا موټر وو. د مسجد د دروازې سره نږدې شوی وو.»

د دې تر څنګ د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل ښار کې د وزیر محمد اکبر خان جومات ته مخامخ چاودنه غندلې.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په مساجدو بریدونه او لمونځ کوونکي هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت دی. ملت باید دنظام سره په ملاتړ لاهم د داسې جنایتکارانو په نیولو اوځالو له منځه وړلو کې ستره ونډه واخلي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه دا برید له ټولو اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې یو ترهګریز عمل بللی دی.

همداراز په افغانستان کې ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د دې برید په اړه په یوې اعلامیه کې لیکلي: «په افغانستان کې د روانو ناامنیو او تروریستي فعالیتونو یو بله ترخه یادونه - د کابل ښار په زړه کې د یوه جومات مخې ته د نن ورځې چاودنې، ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.»

د پېښې عیني شاهدانو د دې پېښې په اړه وايي چې چاودنه د یوه نښلوونکي ماین چاودنې له کبله رامنځ‌ته شوې، خو امنیتي مسوولانو تر دې دمه د دې پېښې د څرنګووالي په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې دمه، د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه